روزنامه هیواد

په نومبرمیاشت کې د ملکی افغانانو مرګ ژوبله ۵۰ سلنه کمه شوې

د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې ډلې (( سی پی اې جی )) په افغانستان کې د ملکی وګړو د خوندىتوب په اړه د نومبر مىاشتې په راپور کې، چې پرون د ىکشنبې په ورځ ( د لىندۍ ۱۱ مه) ىې خپور کړى وىلی، چې د اکتوبر د مىاشتې په پرتله په تېره مىاشت کې د ملکی افغانانو د مرګ ژوبلې کچه پنځوس سلنه کمه وه.سی پی اې جی ډلې په دغه راپور کې وىلی، چې د نومبر په مىاشت کې په افغانستان کې ۲۱۳ ملکی افغانان وژل شوی او ۲۱۲ نور ټپىان شوی دی.د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزىزاحمد تسل امرىکا غږ اشنا راډىو ته وىلی، چې تېره مىاشت زىات شمېر ملکی افغانان د افغان او بهرنىو ځواکونو په هوایی بمبارىو او د وسله والو مخالفىنو په ځانمرګو برىدونو کې وژل شوی  او ټپىان شوی دی.ښاغلی تسل ووىل: (( له نېکه مرغه د نومبر په مىاشت کې ملکی تلفات د نورو مىاشتو په پرتله کم وو، په نومبر مىاشت کې موږ څه ناڅه۴۰۰ تنه ملکی تلفات لرل.)) دې ډلې د اکتوبر په مىاشت کې د ۲۷۳ملکی وګړو د وژل کېدو او د ۵۵۰ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړى و.په نومبر کې ۲۱۲ ملکىان وژل شوی‌ او ۲۱۳ نور ټپىان شویدی د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپور له مخې تېره مىاشت زىات شمېر ملکىانو ته په کابل کې په ځانمرګو برىدونو اوپه  هلمند کې په هوایی برىدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې ډلې سی پی اې جی د دغه راپور له‌مخې ۱۵۰ ملکی وګړی ىوازې د کابل د اورانوس د ودونو په هوټل کې د حضرت محمد (ص) د مىلاد په غونډه باندې په ځانمرګی برىد کې مړه او ټپىان شوی دی. همداشان دا راپور وایی، چې د هلمند ولاىت د ګرمسېر او نادعلی په ولسوالىو کې د افغان او بهرنىو هوایی ځواکونو په بمبارىو کې ۳۴ ملکی وګړی وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل شوی دی. د ملکی وګړو د خوندىتوب او عدالت غوښتنې سی پی اې جی په ډله کې شل غىر حکومتی ادارې او مدنی ټولنې غړىتوب لری او د تېر کال له لومړىو مىاشتو راهىسې هره مىاشت په افغانستان کې د ملکی وګړو د خوندىتوب په اړه راپورونه خپروی.پر دغې ډلې سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى پلاوى ىوناما هم له ۲۰۰۹ کال راهىسې په هرو درېـىو مىاشتو کې د ملکی افغانانو د خوندىتوب په اړه راپورونه خپروی.له دې مخکې ىوناما په ىو راپورکې وىلی و، چې د ۲۰۱۸ کال په نهو لومړىو مىاشتو کې ۶۴۹ ملکی افغانان په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ په وسله والو نښتو کې وژل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید