روزنامه هیواد

په نورستان کې ۶۰ سلنه روغتیایی خدمتونه په کرایی کورونو کې وړاندې کېږی

د نورستان اوسېدونکی په دغه ولایت کې د روغتیایی خدمتونو د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.نورستان کې مېشت ډاکټران او د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د روغتیایی مرکزونو لپاره د مناسبو ودانیو نشتون هغه څه یادوی چې له امله یې دوی نه شی کولی خلکو ته غوره روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.نورستان تر دا مهاله ولایتی روغتون نه لری، د دغه ولایت اوسېدونکی له یو شمېر عادی ناروغیو پرته د نورو هغو د درملنې لپاره اړ دى ،چې کونړ، جلال آباد او یا نورو ولایتونو ته سفر وکړی.د نورستان اوسېدونکی ګیله کوی چې یاد ولایت ته د روغتیا په برخه کې د نورو ولایتونو په ډول پاملرنه نه ده شوې.دوی که څه هم د پخوا په پرتله د روغتیایی خدمتونو اوسنى وضعیت ښه بولی ،خو غوښتنه کوی چې د دغه ولایت روغتیایی مرکزونو ته معیاری ودانۍ جوړې شی اوله کرایی کورونو را وایستل شی.د نورستان اوسېدونکى عین الدین چې ناروغ هم دی په دې اړه وایی: ((  دا د ویاړ ځای دى دلته د نورستان په پارون کې چې یو غرنى ولایت دی دا ډول عملیات کېږی، خو په معیاری او د ولایت په کچه ولایتی روغتون نه لرو دا موږ ته د اندېښنې وړ خبره ده.))په نورستان کې د عامې روغتیا ریاست چارواکی وایی: د معیاری ودانیو د نشتون له امله دا مهال نږدې ۶۰ سلنه روغتیایی خدمتونه په کرایی کورونو کې وړاندې کېږی.ډاکټران او د عامې روغتیا ریاست چارواکی په نورستان کې اوسنی روغتیایی مرکزونه د دغه ولایت د ناروغانو د درملنې لپاره بسندویه نه بولی او غوښتنه کوی چې پارون کې دې ولایتی روغتون جوړ شی.په نورستان کې ډاکټر سفر جان هاشمزى وایی: ((دا د نورستان ولایت په مرکز کې یو (( سی اې سی پلس)) کفایت نه کوی او باید موږ ته یو ولایتی روغتون جوړ شی.))د عامې روغتیا ریاست د صحی شکایتونو د برخې مسوول ډاکټر میر اعظم څرګنده کړه: (( دا یوه غریبه سیمه ده، په هغه کې چې کوم تعمییر پیدا کېږی، هغه دومره ستنډرډې ودانۍ نه دی،ځکه چې هر سړی د ځان لپاره کور جوړ کړی او په کې موږ خدمتونه وړاندې کوو، دازموږ د عامې روغتیا یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده. چې په کمو امکاناتو ، داسې خدمتونه وړاندې کوو ،چې هېڅوک یې نه شی کولای.))د نورستان سیمه ییز چارواکی هم منی چې په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې ځینې ستونزې شته، خو وایی: راتلونکى کال به د ولایتی روغتون له جوړېدو سره سم د ناروغانو ستونزې تر ډېره
هوارې شی
.

ممکن است شما دوست داشته باشید