روزنامه هیواد

په نورستان کې د پولیو مثبته پېښه موندل شوې

د نورستان چارواکی واىی، د دې ولاىت په مرکز پارون کې د پولىو مثبته پېښه موندل شوې ده. د نورستان د عامې روغتىا ریىس ډاکتر ذکی الله ستورى د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته په نورستان کې د پولىو د مثبتې پېښې د پىدا کېدو په اړه وىلی:(( له بده مرغه، چې موږ په نورستان کې د پولىو ىوه مثبته پېښه لرو، هغه هم د مرکزی نورستان د پارون اړوند د پرونس کلی کې ده، د ماشومې نوم منصفه دى او د حزب الله لور ده، شپږ مىاشتې عمر لری، دا لومړنۍ پېښه ده، چې په نورستان کې ثبت شوې ده.)) دى وایی: د پولىو ضد واکسىنو کمپاىنونه په نورستان کې په ښه ډول ترسره کېږی او هېڅ ډول مخالفت ورسره وجود نه لری.ډاکتر ستوری ووىل:(( د پولىو خلاف د واکسىنو برنامه په ډېره برىالۍ توګه پرمخ ځی، لرو سیمو ته رسېږی او په هغه کې هېڅ ستونزه نه شته، ستونزه دا ده، چې د نورستان خلک کونړ او ننګرهار ته تګ راتګ کوی او په ىادو دواړو ولاىتونو کې د پولىو زىاتې مثبتې پېښې ثبت شوې او کېداى شی چې له همدې وجې دغه پېښه مثبت شوې وی.)) د نورستان والی حافظ عبدالقىوم وایی: د فلج مثبتې پېښې دوى سخت اندېښمن کړی، د ګوزڼ د واىروس د کنټرول لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړی، چې نورو ماشومانو ته انتقال نه شی.والی ووىل:(( ىقىناً دا د تشوىش وړ موضوع ده او زموږ لپاره دا د خفګان خبره ده ،چې په نورستان کې دغه پېښه ثبت شوې ده، په دې موږ څو غونډې و کړې، چې ىو جدی او هر اړخىز پلان جوړ کړو ، چې د دې ناروغۍ د مخنىوی لپاره ټولې ادارې په ګډه کار وکړی.))دىنی عالمان وایی: د اسلام په مقدس دىن کې د ناروغۍ له درملنې وقاىه غوره ګڼل شوې او همدا لامل دى ،چې نظافت او پاکی یې د اىمان جز ګڼلى.عالمان وایی: لکه څنګه چې ځان پاک ساتل او له ډوډۍ وړاندې او وروسته د لاسونو مىنځل د ناروغىو د مخنىوی غوره وقاىه ده، همداسې واکسىن هم دی، نو ټولو خلکو ته په کار دی ، چې له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسىن ورکړی او خپل اولادونه د فلج له ناعلاجه ناروغۍ وژغوری.د عامې روغتىا مسوولىن وایی: د نورستان له پېښې سره په هېواد کې د پولىو مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

ممکن است شما دوست داشته باشید