روزنامه هیواد

په نورستان کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ رغول کېږی

د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالی او د «NCRO» همکارې موسسې په تخنیکی مرسته په دې ولایت کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ بیارغوی.د نورستان دکرنې ریاست چارواکی وایی، چې د اوبولګولو د دغو ۳۰ ودانیو د بیارغولو ټولیز لګښت ۴۵۰ زره امریکایی ډالرو ته رسېږی، چې په رغولو سره یې د ګڼ شمېر بزګرانو د کروندو د اوبو ستونزې به اوارې او د اوبو د ضایعاتو مخه به ورسره ونیول شی.دغه پروژې د نورستان مرکز پارون او ددې ولایت د واما په ولسوالۍ کې پلی کېږی، چې په کې د ویالو، سربندونو او د اوبو د زېرمو بیارغول شامل دی.د اوبولګولو د یادو ۳۰ ودانیو په بیارغولو سره به ۱۲۰ هکتاره کرنیزه مځکه خړوبه او سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران به ترې برخمنې شی، او د یاد ولایت د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لامل کېږی.باید ووېیل شی، چې د یادو پروژو په پلی کولو سره به دیادو سیمو د بزګرانو ډېرې ستونزې اوارې او د کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړېدا لامل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید