روزنامه هیواد

په نهو میاشتو کې۳۶۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو وطن ته ستانه شوی

د کډوالو نړیواله اداره (( آی او ایم )) وایی، چې د روان ۲۰۱۹ میلادی کال له پیل څخه د تېرې سپټمبر میاشتې وروستیو د ایران او پاکستان څخه درې سوه ۶۱ زره او ۶۸۶ افغانان خپل وطن ته ستانه شوی دی. د کډوالو نړیوالې ادارې (( آی او ایم )) په تازه راپور کې، چې د  تلې په۱۰ مه یې خپور کړی  ویلی: د روان ۲۰۱۹ میلادی کال په تېرو نهو میاشتو کې څه باندې درې سوه ۴۵ زره او ۲۸۹افغانان له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوی، چې د دغې ډلې یو سل او څلور نوی زره او ۴۰۳ کسان یې له دغه هېواد څخه افغانستان ته شړل شوی دی.د (( آی او ایم )) ادارارې په دغه راپور کې ویلی، چې څه باندې یوسل او پنځوس زره نور افغانان په تېرو نهو میاشتو کې په تدریجی ډول له ایران څخه افغانستان ته تللی دی.همدارنګه، (( آی او ایم )) وایی، چې په تېرو نهو میاشتو کې یوازې شپاړس زره ۳۹۷ افغانان له پاکستان څخه خپل وطن ته تللی.(( آی او ایم )) د راپور له مخې، د دغه شمېر شاوخوا دوه نیم زره یې افغانستان ته شړل شوی او پاتې نور په خپله خوښه وطن ته ستانه شوی.د ملګروملتونو د راپور له مخې: دا مهال په ایران کې نهه نیم میلیونه افغانان د مهاجرت په قانونی اسنادو او شپږ سوه زره نور پر افغان پاسپورټونو د ایران د اوسېدانې د اوږدې مودې ویز ژوند کوی.خو د دغه شمېر سربېره شاوخوا یو نیم میلیون نور افغانان په ایران کې د قانونی اسنادو پرته ژوند کوی.د کډوالو نړیواله اداره (( آی او ایم )) وایی، چې د قانونی اسنادو نلرونکو افغانانو له ډلې پنځه سوو او نهه څلوېښت زرو یې د پاکستان د حکومت له خوا د اوسېدانې کارتونه ترلاسه کړی دی.د کډوالو نړیواله اداره (( آی او ایم )) وایی: له ایران څخه د قانونی اسنادو نه لرونکو افغانانو د ستنېدو بهیر د تېرکال پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.د مهاجرت نړیواله اداره (( آی او ایم )) وایی: په ۲۰۱۸ م کال کې تر دا مهاله ۳۳۷ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته شړل شوی وو،خو سږکال په ورته موده کې دوه سوه ۵ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته شړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید