روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د استوګنې د نمرو  وېش پیل شو

د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل په هڅو په دې ولایت کې تر څوارلس کلن ځنډ وروسته ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په بحراباد ښارګوټې کې د استوګنې نمرو د ورکړې لړۍ د غویی په ۲۲مه مستحقو کورنیو ته د اسنادو په ورکړې سره پیل شوه .د دې ولایت والی شاه محمود میاخېل وویل: باید په ۱۳۸۴ کال کې د ملی امنیتی ځواکونو په لیکو کې د شهیدانو کورنیو ته هم د استوګنې په موخه نمرې ورکړل شوې وې،خو د نه پاملرنې له امله یاده چاره ځنډیدلې وه . ده زیاته کړه: د ښارجوړونې وزارت،جلال آباد ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو او مسوولینو په همکارۍ په دې بریالی شول،چې د اتمې ناحیې په بحراباد ښارګوټې کې ۱۲۴۴ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ورکړې لړۍ پیل کړی . نوموړی وایی،ډېر ژر به د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې هم د پولیسو او شهیدانو کورنیو ته د ۲ زره د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل کړی.نوموړی وایی:  پر دې سربېره یې د ننګرهار کانال کارمندانو ته هم ۳۰۰ او اچین ولسوالۍ کې یې ۷۰ ښوونکو ته د نمرو د ورکړې چاره بشپړه کړې ده.ده ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې د ټولو هغو ښارګوټو چې د بېلابېلو دلایلو له امله یې چارې نیمګړې پاتې دی د حل په موخه به یې ګړندی ګامونه پورته کړی.د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل، ننګرهار کې د شهیدانو د ورثینو شمېر چې نمرو ته اړتیا لری ۷زره کورنیو ته رسېږی چې دغو ټولو ته یو بل ښارګوټی هم په نظر کې نیول شوی دی. هغه وویل، د بحر اباد ښارګوټی به له نورو ښارګوټو فرق ولری او دې ښارګوټی کې به له پیل سره سم د سړکونو او نورو عامه خدماتو د جوړېدو چارې پیل شی. د شهیدانو د وارثینو د اتحادیې مشر معین خان بیا وایی چې یادو کورنیو دغو نمرو ته شاوخوا ۱۴ کاله انتظار کړی دی.دی وایی، د ښارګوټی ځینې نمرې اوس هم د یو شمېر زورواکو لخوا غصب شوی، چې باید ستونزه یې حل شی او دغه راز هغه پیسې چې حکومت دوی ته د کورونو د جوړېدو په موخه ورکوی، د بحراباد په څېر شاړه ځمکه پرې نه ابادېږی او باید اندازه یې زیاته شی.یوه مېرمنه چې خاوند یې په اردو کې شهید شوی وایی، د استوګنې دا نمرې به یې کورنۍ ته د سرپناه لپاره یو څه اسانتیا برابره کړی؛ خو حکومت باید د شهیدانو وارثینو ته د معاشاتو اندازه یو څه زیاته او د ورکړې سیسټم یې باید جوړ کړی.د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل هم ډاډ ورکړ چې د بحراباد ښارګوټی د پاتې نمرو ستونزه به حلوی او دغه راز به د شهیدانو د کورنیو د غړو نورې غوښتنې هم له اړوند وزارتونو سره د حل په موخه شریکې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید