روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د چرګانو د دانې ۵ فابریکې په ساعت کې ۱۲۰ ټنه تولید لری

 د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایی : په دې ولایت کې د چرګانو د تولید ۵ فابریکې فعالیت لری، چې په ساعت کې ۱۲۰ ټنه دانه تولیدوی.د دغه ریاست رییس محمد حسن محسن وایې، چې په یادو فابریکو کې شاخوا ۲۰۰۰ کاریګر په کار بوخت دی.د محسن په خبره یادې فابریکې په ورځ کې تر۱۶۰۰ ټنه دانه تولیدوی.نوموړی زیاتوی، چې دوی په دې هڅه کې دی څو نږدې راتلونکې کې په دې برخه کې ۳ نورې فابریکې هم فعالې کړی.ده زیاته کړه ، تر ډېره یې هڅه کړې، چې د دانې په تولید کې په کرنیزه برخه کې کارېدونکی توکی له ننګرهار څخه پوره کړی او د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص شی. د چرګانو کاروباریان خوښ دی، چې په کور دننه د چرګانو دانه ترلاسه کوی.دوی وایی: له دې وړاندې به یې له ګاونډ پاکستان نه دانه راوړله چې له سختو ستونزو سره به مخ وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید