روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د نورو پاکستانی کسانو نیول

افغان کمانډو ځواکونو په ننګرهار کې د داعش تروریستی ډلې د استخباراتو پاکستانی مسوول له یو بل ملګری سره نیولی دی. د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وړمه شپه کمانډو ځواکونو عملیات کړی چې په ترڅ کې یې د داعش تروریستی ډلې د استخباراتو مسوول معیـین اصغر چې مشهور په ظریف و، له فرید الله سره یو ځای چې  په شاکر مشهور و نیول شوی دی. خبرپاڼه وایی، دواړه نیول شوی داعشیان پاکستانیان دی او ورسره پاکستانی شناختی کارډونه، یو میل کلاشنکوف، پنځه مبایلونه، مهمات او نور اسناد هم نیول شوی دی. تر دې وړاندې هم افغان ملی امنیت ځواکونو افغانستان لپاره د داعش خراسان پاکستانی والی او ۱۹ نور بهرنی وګړی نیولی وو چې له آی اېس آی، حقانی شبکې، لشکر طیبې او نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې په افغانستان کې د دغې ډلې اړیکې افشا کړې وې. همدا راز په ختځ کې د داعش  لوی مرکز نیول شوی و، چې له ډیورنډ کرښې او پاکستانی تاسیساتو سره جوخت ودان او له هغه ځایه یې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ختیځ کې ترهګریز فعالیتونه رهبری کول او د جلب او جزب مهم مرکز بلل کېدا. کله چې پر دغه مرکز عملیات تر سره شول، نو آن دغو ترهګریزو ډلو ته د پاکستان له خوا او د پاکستان د پوځ څرخی الوتکې کېنول شوې او هغوی په کې پورته او د افغان ځواکونو له منګولو یې خلاص کړل. په اصل کې ترهګریزې شبکې ټولې یا د پاکستان ملېشې دی او یا یې ځواکونه چې د ترهګرو په جامه کې یې په افغانستان کې جګړه توده ساتلې ده! د دغو ډلو نیول یوځل بیا د پاکستان لاسونه بربنډوی، چې له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی! همدا رنګه د طالب جنګیالیو ټولې ځالې په پاکستان کې دی او هغوی هم د پاکستان په امر په افغانستان کې بریدونه کوی، ملی او بنستیز تاسیسات او عام المنفعه پروژې له منځه وړی او یا یې هم مخنیوی کوی. دا څه نوې مسئله نه ده،بلکې پاکستان له خپل تاسیس ۱۹۴۷ کال راهیسې له افغانستان سره دا لوبه پیل کړې او تش په نامه امریکا او نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د سولې وعدې ورکوی!؟ په دې تاریخی دوره کې کله چې افغان حکومتونو د پاکستان د دغه رزالت په وړاندې ګامونه پورته کړی، نو بیا یې د نیابتی ملېشو پر مټ ورته ستونزې جوړې کړې او د افغانانو مشران یې په یو او بل نامه یاد کړی او بیا یې پرضد له خپلې خېټې د ( جهاد ) فتواوې صادرې کړې دی!؟ په اوسنی وخت کې ختیځ د پاکستان لپاره ډېر مهم دی، د افغانستان د ختیځ د ناامنه کولو لپاره پاکستان خپلې ملېشې کله د داعش، کله د القاعده او کله هم د طالب او نورو نورو ډلو په نامه را استولې دی. په دې لړ کې د ختیځ خلک ډېر ځپل شوی، شهیدان شوی، کورنه یې وران یا سوځول شوی او بیا له خپلو کلیو او کورنو کډوالۍ ته اړ شوی، چې مال  او ملک هم ترې پاتې دی. پاکستان ختیځ او ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه د ټولو دغو راز سیمو د ناامنه کولو هڅې کوی، چې لومړی په کې د ژوندانه فضا ترخه کړی، دوهم د عامه پروژو مخنیوی وشی، درېـیم خلک ترې بېزار او کډه شی او څلورم پاکستان ته د پښې اېښوودلو زمینه برابره شی،چې دغه سیمه د خپلو ترهګریزو ډلو پر اډو بدله کړی. هغه مهال به له خپل مخه د ترهګرۍ د ځالو تور داغ لږ تر لږه پاک کړی او بیه به په اسانۍ سره وکولی شی، چې دا ډلې د نور افغانستان او همدا رنګه د کشمیر د ګټلو لپاره رهبری کړای شی! خو پاکستان به په دې لوبه کې خپله ماتې خوری! اوسنی افغانستان پخوانی هغه نه دی، بل دا چې افغانان اوس د پاکستان په دې لوبه پوی دی او ټول د پاکستان پرضد سره یو موټی او همفکره شوی دی! نو د پاکستان دا لوبه به ډېره دوام ونه شی کړای، یا به ترهګریز فعالیتونه بندوی او یا به له ترهګرۍ سره یوځای د انزوا کندې ته لوېږی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید