روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د موازی حکومتونو پر ضد د ولس، وسله واله غونډه

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ولسمشر غنی په ملاتړ او د موازی حکومتونو د ګواښ په غبرګون د قومونو وسله واله اعتراضیه غونډه شوې ده. د دغې غونډې تنظیموونکی قومی مشر اعجاز خان مومند وایی، د ماماخېلو کلی کې دغې غونډې ته د مختلفو قومونو مشرانو او ځوانانو د دې لپاره خپلې وسلې هم راوړې وې چې ولسمشر غنی ته ډاډ ورکړی ،چې د جمهوریت د دوام لپاره ورسره ولسونه هم اوږه په اوږه روان دی. هغه وایی، ولسونه له قومی ټیکه دارانو او سیاستوالو په تنګ شوی او نور ورته بېځایه ټاکنیز جنجالونه د منلو نه دی: (( قومی مشرانو دا خبره کوله چې موږ نه موازی حکومتونه منو او نه هم له ولسمشر سره دا خبره منو چې بیا له یو چاسره په واک معامله وکړی او خداى مکړه یو بل دوه سرى حکومت رامنځته کړی.)) دینی عالم عبدالقیوم دغې غونډې ته په وینا کې هر ډول موازی حکومتونه د ګډوډۍ پیلامه وبلل او ټینګار یې وکړ چې چاته به د هېواد د تجزیې اجازه ورنکړی: (( زموږ علماوو، قومونو او ولسونو د وطن د یو موټی ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې دی، موږ دې په لوږه کې پاتې شو، په هفته کې دې هم یوه مړۍ ډوډۍ نه رارسېږی، خو موازی حکومتونه نه منو.)) مدنی فعال حفیظ الله کامه وال هم غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان د وینو د معاینه کولو لابراتوار نه دى، نه هم د نظامونو تجربه ګاه ده. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو له اعلام وروسته د اشرف غنی د بیا ځل ولسمشر ټاکل کېدو خبره نه ده منلې او د خپل حکومت د ټاکلو ګواښ یې کړى او ځینې مقررۍ یې هم کړې چې بې ارزښته بلل شوې دی. بلخوا ارګ د ولسمشر غنی د لوړې مراسمو ته هم تابیا نیولې چې د پنجشنبې په ورځ به یې ترسره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید