روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د لومړی ځل لپاره د فری فایټ لوبو اکاډمی پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار دویمې ناحیې کې د دې ولایت د والی شاه محمود میاخېل او د ولسی جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار له د لوری د فری فایټ یا آزادې سیالۍ لوبو لومړنۍ اکاډمی پرانیستل شوه، چې په لومړۍ ورځ په کې د شپږو ولایتونو د فری فایټ لوبغاړو سیالۍ هم و کړې.
د دې اکاډمۍ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وویل، چې ورزش د روغتیا او سالم فکر ضامن دی او کله، چې روغتیا او ښه فکر شتون ولری؛ نو ور سره امنیت او انکشاف هم رامنځته کېږی او د ناوړه کړنو مخنیوی کېږی.
نوموړی وویل، چې د ورزش او سیالیو پر مهال لوبغاړی باید سالم رقابت وکړی او له ورزشی سیالیو څخه شخړې راپورته نه کړی.
ده زیاته کړه : ورزش سوله او امن راولی، کله چې ځوانان ورزش، مطالعه او کار کوی؛ نو مثبتو کړنو ته یې پاملرنه زیاتېږی او ځوانان باید دغو ټکو ته پاملرنه وکړی.
ده همدا راز وویل، چې ځوان قشر دې د قانون تطبیق ته کار وکړی او اوسمهال، چې د افغانیو دودولو اقدام شوی باید ملاتړ یې وکړی او د افغانیو په بشپړ چلند کې همکاری وکړی.دننګرهار والی وایی، چې د جدی میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په ټول ننګرهار کې یواځې افغانۍ د چلند وړ دی او هغه هټیوال، موټر چلوونکی او نور اقشار، چې سرغړونه وکړی؛ نو هټۍ به یې تړل کېږی، موټر به یې درول کېږی او د هر کسب مالک سره به ځانګړی چلند و شی.د ولسی جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار په دې ولایت کې د لومړنۍ اکاډمۍ پر پرانیستې خوښی وښوده او زیاته یې کړه، دوی تل هڅه کړې، چې په مرکز او ولایاتو کې د ورزش په برخه کې سهولتونه رامنځته کړی.
نوموړی ورزش کارانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیزونه به یې هر مهال واوری او په حل کې به یې لازم اجراات و کړی.
د ورزش کارانو په استازیتوب د بوکس لوبغاړی نور احمد حبیبی په دې ولایت کې د ورزش کارانو پر شته ستونزو خبرې وکړې او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار دورزش کارانو حقونو او ستونزو حل ته رسیده ګی وکړی.
د فری فایټ لوبو داکاډمۍ مشر ګران آغا کاموال وویل، دغه اکاډمۍ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په کې ځوانانو ته روزنه ورکول کېږی او همدا راز د هېواد دبېلابېلو سیمو د فری فایټ لوبغاړی به وخت ناوخته په کې سیالۍ کوی.په همدې حال کې د ننګرهار په ګډون د هېواد دشپږو ولایتونو کابل، بغلان، کاپیسا، خوست او غزنی د فری فایټ لوبغاړو سیالۍ وکړې، چې ګټونکو لوبغاړو ته د ننګرهار والی او دولسی جرګې دلومړی مرستیال امیر خان یار له لوری برابرې شوې ډالۍ او کپونه ورکړل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید