روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د روسی یرغلګرو پوځونو د ماتې کلیزه ونمانځل شوه

په ننګرهار کې د سلواغې ۲۶مه د روسی یرغلګرو پوځونو د ماتې او د مجاهدینو د بریا ۳۱مه کلیزه د ولایت په مقام کې ونمانځل شوه .
د دغه ولایت والی شاه محمود میاخېل د مجاهدینو د بریا او د  روسی پوځونو د ماتې د ۳۱مې کلیزې له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکی ورکړه،د شهیدانو روح ته یې دعا او د هغو کورنیو او معلولینو ته یې د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه،د جهاد پر مهال د نړۍ قدرتمن ځواک ته د ماتې ورکولو له امله د افغانانو بریا د ټولو افتخارات دی چې هر مهال ترې باید یادونه وشی،خو له بریا وروسته د ښه نظام د نه جوړېدو له امله مو ستر اشتباهات کړی چې په اوسنیو حالاتو کې باید ترې د عبرت په توګه استفاده وکړو .
ښاغلی میاخېل وویل، ټول افغانان غواړی چې پخپل ځواک،اقتصاد،فرهنګ او نورو برخو کې بشپړ خپلواک اوسی،پیاوړى نظام ولری او په همدې موخه جمهور رییس په ډېر احتیاط د سولې په برخه کې اقدامات کوی،چې له سولې سره ثبات ولرو او بیا ځل خپل منځی جګړو خواته لاړ نشو.د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وویل : (( یو مهال مو د وطن د آزادۍ په موخه ټوپک کارولى و چې نن پرې افتخار کوو، خو اوس اړتیا ده چې د خپلواک افغانستان د آبادۍ په موخه قلم وکارو او په همدې موخه زه نن د جهاد اتلانو معلولینو ته په غاړه کې د ګلونو پر ځاى په لاس کې قلم ورکوم،چې د قلم په ژبه د وطن د آبادۍ جهاد جاری وساتل شی. ))
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وویل:د افغانستان ملت د اسلام او د هېواد د آزادۍ په موخه قربانۍ ورکړې او په دې لاره کې د ټولو شهیدانو کورنیو،غازیانو او نورو قربانیانو ته باید ځانګړى درناوى وشی.
هغه زیاته کړه: موږ پخپل سپېڅلی جهاد او مجاهدینو افتخار کوو، خو له جهاد وروسته خپلو رهبرانو ته د دوى اشتباهات د اصلاحاتو په موخه ور په ګوته کوو،هغوى چې د منصب تر لاسه کولو او ساتلو په موخه یې زموږ ټولې قربانۍ تر پښو لاندې کړې،هېڅکله د بخښلو وړ نه دی.هغه وایی،د سلواغې په ۲۶ مه افغانانو د نړۍ ستره امپراتوری ړنګه کړه،شوروی اتحاد یې جلا او یواځې روسیه پاتې شوه چې د هماغې ماتې له امله تر نن ورځې روسیه د ځان په دفاع بوخته ده او که له دې وروسته هم افغانانو ته څوک سپک وګوری،له روسیې به زیات شرمېدلی او پښېمانه شی .
د ولسی جرګې غړی عبدالرؤف شپون او د ولایتی شورا منشی حمیرا رفیع د خبرو پر مهال وویل:پر هغو کسانو افسوس کوی چې د جهاد له نوم څخه په ګټې اخیستنې یې نن اولادونه په بهر کې ژوند کوی، خو ویاړی د هغو شهیدانو پر قربانیو چې نن یې اولادونه په وېجاړ کنډر کې د غریبۍ
ژوند لری
د دوى په وینا که د جهاد له بریا وروسته مو د ټوپک پر ځاى قلم کارولى و، نن به د یو پیاوړی نظام او با ثباته افغانستان لرونکی وو،همدا راز یې په ډاګه کړه چې د هغه سولې ملاتړ به وکړی چې په کې د یو شمېر افرادو پر ځاى هېواد ته خیر وی د جهادی مشرانو په استازیتوب معلم عبدالعلی هدایت،د علماوو په استازیتوب مولوی حمدالله او د معلولینو په استازیتوب حاجی امیرجان کوټوال د جهاد په کارنامو،فضیلتونو،معلولینو او د شهیدانو کورنیو په اوسنی وضعیت خبرې وکړې او دوى ته یې د پاملرنې غوښتنې وکړې .د دې غونډې په پاى کې د ننګرهار والی د مشرانو جرګې رییس،د ولایت مرستیال،د ولسی جرګې او ولایتی شورا غړیو او یو شمېر مخورو په ملتیا معلولینو ته په لاسونو کې د هېواد د ابادۍ په نوم د تل پاتې جهاد لپاره د ټوپک پر ځاى قلمونه په لاس کې ورکړل .

ممکن است شما دوست داشته باشید