روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د داعش ډلې پاکستانۍ کورنۍ تسلیم شوې

په ننګرهار کې چارواکی وایی: (( د داعش دوه پاکستانی غړی له درېیو مېرمنو او نهو ماشومانو)) سره حکومت ته تسلیم شول.چارواکی وایی: دغه کسان د ننګرهار د ملی امنیت ځواکونو ته تسلیم شوی.د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل د دغو کسانو د تسلیمېدو په مراسمو کې خبریالانو ته ویلی، چې دغو پاکستانی وسله والو له تېر یونیم کال راهیسې له خپلو مېرمنو او اولادونو سره په اچین ولسوالۍ کې ژوند کاوه. ده وویل : (( د داعش دا دوه غړی چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی دی او په اچین ولسوالۍ کې اوسېدل له درېیو مېرمنو او نهو ماشومانو سره یو ځای ملی امنیت ته تسلیم شوی او دا به د اړوندو مراجعو له لارې پاکستان ته تسلیمېږی.)) په تسلیم شویو کسانو کې اکثره یې له دوو میاشتو نیولې تر دولس کلنۍ عمرونه لری.د دغې کورنۍ غړی، چې خپل نوم محمد صدیق ښیی په پنجابی ژبه خبرې کولې. ده رسنیو ته وویل:

(( موږ ته هلته ( پاکستان کې) ویل کېدل، چې په افغانستان کې اسلامی خلافت د ناټو او امریکا پر وړاندې جهاد کوی، خو کله چې موږ دلته راغلو، یوه ورځ هم نه په ناټو جګړه وه او نه په امریکایانو، ځکه نو موږ هم له دغې ډلې لاس واخیست او ترې راغلو.))

په تسلیم شویو کې دویم کس یې محمد صوفیان نومېږی چې تقریباً ۲۰ کلن دی. هغه خبریالانو ته وویل: (( زه زما اوښی، زما مور دوې خویندې واړه وروڼه او خوریونه مې یو نیم کال مخکې راغلی وو. یو ورور مې اچین کې جنګ کې ووژل شو او موږ نور پاتې یو. موږ اوس غواړو ،چې بېرته پاکستان ته لاړ شو او عادی ژوند وکړو.))ده وویل: (( ما هلته په فابریکه کې کار کاوه، یو کس به راتلو او راته به یې ویل، چې په افغانستان کې جهاد دی، بس موږ هلته خپل کور خرڅ کړ او راغلو دلته.))د ننګرهار ولایت مطبوعاتی ټیم د دغې کورنۍ ویدیو هم خپره کړې ، چې په چادرېیو کې مخ پټې مېرمنې او ورسره واړه ماشومان او یو مشر سړی لیدل کېږی.دا لا معلومه نه ده، چې دغه کورنۍ څنګه ملی امنیت ته تسلیم شوی.دا هم معلومه نه ده، چې دغې کورنۍ تر فشار لاندې اقرار کړی که په خپله خوښه. د داعش ډلې چې د ننګرهار له شینوارو یې د فعالیت خبرونه ورکول کېږی، لا په دې اړه څه نه دی ویلی. افغان حکومت تل پاکستان ملامت کړی ،چې په خپلې خاورې یې ترهګر پالی، ساتی او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید