روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو لپاره پراخ تیارى

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې لپاره پراخ چمتووالى نیول شوى دى د اسد په ۲۸ مه به دغه ملی ورځ په ټولو سیمو کې د دولتی ادارو مسوولىنو او ولسی خلکو له لوری په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شی.د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو په موخه، چې له تېرو ۱۰۰ ورځو راهیسې چمتووالى روان و په کې ځینې اوږدمهاله او لنډ مهاله فعالیتونه تر سره شول او سبا د دوشنبې په ورځ به د خپلواکۍ جشن د نورو کلونو په پرتله په عالی ډول ونمانځل شی.
سږکال د خپلواکۍ نمانځلو په موخه ولسی خلکو ته ډېره ونډه ورکړل شوې او په ولسوالیو کې د دې ورځې د نمانځنې په موخه په پراخه کچه ولسی چمتووالى نیولى شوى.په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هره شپه ځوانان د ملی بىرغونو او  ځانګړو جامو په اچولو سره په موټرونو کې ګرځی، د ښار په بېلابېلو واټونو کې ملی اتڼونه کوی او خوښۍ نمانځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید