روزنامه هیواد

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د درملنې لپاره روغتون پرانیستل شو

د اتم مخ دویم خبر د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال ریاض الله درمل وړم ماښام آزادۍ راډیو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې له دې روغتونه د ختیځ زون ټول نظامی مسوولین ګټه اخیستلای شی.
د کورنیو چارو وزارت پلان لری ، چې د دې کال په جریان کې اساسی تعمیر او تجهیزات د دې روغتون لپاره واخلی، چې په اوږده مهال کې له دې روغتونه پرته د کورونا ویروس له درملنې، په ځانګړې توګه د ټپیانو د بېړنۍ رسېدنې او هغو خدمتونوږ په برخه کې فعالیت وکړی، چې اوس پولیس پر مرکز اتکا کوی.د ښاغلی درمل پر وینا، د کورونا ویروس د ناروغانو لپاره دا روغتون پنځوس بستره لری. د ننګرهار د والی دفتر هم په دې اړه اعلامیه خپره کړې. د اعلامیې د معلوماتو پر اساس د ننګرهار په ګډون د هېواد په اوو ولایتون دکې دغه ډول مرکزونه د۱۳میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی.ی

ممکن است شما دوست داشته باشید