روزنامه هیواد

په ننګرهارکې له داعش ډلې په پاکو شویو سیمو کې ولسی ځواک ځای پر ځای شوى

د ننګرهار ولایتی اداره وایی: د ولایت په یو شمېر سیمو کې یې د روانو عملیاتو په پایله کې ګڼې سیمې له داعش وسله ‌والو پاکې کړې او په ځینو سیمو کې اوس هم عملیات روان دی.د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼى وایی: په هسکه مېنه، کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې هغه سیمې چې له کلونو راهیسې داعش وسله‌والو سره وې هغه ترې پاکې شوې او په همدې سیمو کې ګڼ شمېر روزنځایونه او پټنځایونه له‌منځه تللی.عطاالله خوګیاڼى وایی: له پخوا سره د اوسنیو عملیاتو لوی توپېر هم دا دی ،چې په پاکو شویو سیمو کې ولسی ځواک ځای پر ځای شوى.دی وایی: (( د پخوانیو سره د روانو عملیاتو توپیر همدا دی ،چې کله هم عملیات پیل کوو، هلته د ساتنې تدابیر نیسو، کومې سیمې چې پاکې شوې هلته ولسی ځواک ځای پر ځای شو، د ننګرهار په هره سیمه کې، چې ساحه له داعش وسلهوالو پاکه شوې، هغه ځایونه د خلکو په همکارۍ ساتل شوې ده.))ښاغلى خوګیاڼى وایی: د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش وسله‌والو هغه رهبری، چې د جګړه‌ ییزو عملیاتو پلان جوړونه او رهبری یې کوله په بشپړ ډول ختمه شوې ده.

ښاغلى خوګیاڼى زیاتوی: (( هغه رهبری چې هغوی جګړه‌ ییز پلانونه طرحه کول او یا دوی روزنې ورکولې هغه مرکزونه ټول تخریب شوی.))دی وایی: اوس هم په هغو سیمو کې چې د داعش څرک لیدل کېږی عملیات روان دی، د عملیاتو په ختمېدو سره به د داعش ټغر هم له ننګرهاره ټول شی.د شینوارو اوسېدونکى مستان وایی: د وروستیو عملیاتو نه خلک خوښ دی، خو غوښتنه ‌یې له ولایتی ادارې دا ده ،چې په پاکو شویو سیمو کې د دایمی امنیت په اړه فکر وکړی.مستان زیاته کړه: (( حکومت نه مو غوښتنه دا ده، چې په‌دې وروستیو کې ،چې کومه پاملرنه امنیت ته شوې دا باید برقراره وساتل شی او نه ‌یوازې برقراره، بلکې ځینې هغه نورې سیمې هم له داعش ډلې پاکې کړی چې اوس ورکې یو څه وېره شته او خلکو نه مو غوښتنه دا ده، چې خپلو مېنو ته ستانه شی له دې سره امنیت لا ښه کېدلی شی.))د دې سیمو خلک غوښتنه کوی، چې ولایتی اداره دې د مرستندویه ادارو پر مټ دوی ته د ستنېدو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړی چې خلک خپلو مېنو ته ستانه شی.

شاه‌محمود شینواری.

ممکن است شما دوست داشته باشید