روزنامه هیواد

په ننګرهارکې د دینی عالمانو د وژل کېدو پېښې ډېرې شوې

د ننګرهار دینی عالمان وایی :د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د دینی عالمانو د وژل کېدو لړۍ چټکه شوې او دوی یې سخت اندېښمن کړی دی.تازه د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مولوی علی احمد مخلص په نامه دینی عالم په بمی چاودنه کې وژل شوی دی.د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼی وایی دا پېښه د سره رود ولسوالۍ په داغمه سیمه کې د زبیره مدرسې دننه شوې ده. نوموړی وایی: ماین د وژل شوی دینی عالم په خوب خونه کې ځای پرځای شوی وو، چې له چاودنې سره سم لومړی ټپی او بیا یې له سختو ټپونو ساه ورکړه. دینی عالمان له حکومت نه غواړی ،څو د دوی د وژل کېدو د مخنیوی لپاره چټک ګامونه پورته کړی.د یادونې وړ ده ،چې تېره اوونۍ هم په جلال آباد ښار کې نا پېژاند وسله والو یو دینی عالم وژلی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید