روزنامه هیواد

په مومندره کې پاکستانی ملېشو د تاسیساتو جوړول پیل کړی

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غوړکی سیمه کې د پاکستانی ملېشو له لوری د تاسیساتو جوړولو پر له سختې جګړې وروسته یادې سیمې یو شمېر اوسېدونکی وایی، پاکستانی عسکر یو ځل بیا له کرښې راوښتی او په دې ولسوالۍ کې یې د تاسیساتو پر جوړولو لاس پورې کړی دی.ځایی اوسېدونکی وایی، چې پاکستانی ځواکونه پر هغه ځای خپل تاسیسات رغوی، چې شپږ میاشتې وړاندې په کې افغان ځواکونه اوسېدل.د دوی په خبره غوړکه سیمه وړاندې تر دې د طالبانو په لاس کې وه، خو شپږ میاشتې وړاندې افغان ځواکونو ورباندې عملیات وکړل او سیمه یې د هغوی له موجودیته پاکه کړه.ځایی خلک وایی: د حکومت له عملیاتو وروسته دوی امنیتی پوستې ځای پرځای نه کړی او همدا لامل دی، چې اوس ورباندې پاکستانی ملېشو د تاسیساتو جوړول پیل کړی دی.سره له دې چې ګڼو شنونکو ویلی، افغان حکومت ډیورنډ فرضی کرښه له پاکستان سره منلې ده، خو حکومت یې پر وړاندې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او دې چارې د حکومت پر نیت د خلکو شکونه لا ډېر کړی دی.په دې راپور کې هڅه شوې ، څو په دې اړه د ننګرهار د ولایتی ادارې تازه نظر را واخلې ،خو له هڅو سره سره بریالی شوې نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید