روزنامه هیواد

په منځنۍ آسیا او افغانستان کې سترې لوبې – له اوس سره یې تړاو

محمدعارف رسولی

درېیمه برخه

که پخوا په افغانستان کې دوه یا درې ځلې په مشروع او د خلکو په رایه د قدرت انتقال شوى واى چې مشروع او د واک او ځواک خاوند دولتی نظام یې رامنځته کړى واى، د خلکو ژوند، ملی اقتصاد، زموږ ښوونیز نظام او ملی ارزښتونه او ګټې به ورسره ټینګې شوې وی، بیا به همغه د سیاسیونو او عوامو لپاره فرهنګ شوى واى. که اوس هم زموږ سیاسیونو د یو څو لسیزو لپاره مشروعیت د خپلو خلکو په ملاتړ کې ولید، ټولې هڅې یې د خلکو د ژوند په ښه کولو او د ملک په ودانولو کې متمرکزې وې او که افغانی ګوندونو وکولاى شول چې دا او ورته ښکارندې په یوه مثبت سیاسی او ټولنیز فرهنګ باندې بدلې کړی نو بیا به د نامشروع لارو، جوړجاړیو، تاوتریخوالی او له پردیو سره د جوړ جاړی له کبله هېڅوک هم د قدرت نیولو ته زړه ښه نه کړی، ځکه عوام او عامه ذهنیت به ورته اجازه ورنه کړی.

یو بل ښه مثال دادى کله چې  د روسانو د اشغال په پاى کې افغانی ډلو د افغانستان د کشالې د حل لپاره د ژینیوا مذاکرات د کابل د هغه وخت له  رژیم سره نه کول او د دوى په ځاى پاکستانیانو مذاکرات کول، د افغانی ډلو وېره داوه چې د ډاکټر نجیب رژیم به مشروعیت ومومی ځکه دوى مشروعیت له خپلو خلکو نه، بلکې د ژینیوا له مذاکراتو غوښته. نو ځکه په خواشینۍ سره له همغه وخته زموږ په سیاسی فرهنګ کې مشروعیت تر لاسه کول د خپلو خلکو او پرګنو په تایید کې نه، بلکې یوازې له بهرنیانو سره په مذاکراتو کې لټول کېږی. باور دى چې هر څومره سیاسی پروسه په افغانستان کې پوخوالی ته رسېږی نو د مشروعیت موضوع به لا نورو عوامو او ټولو سیاسیونو ته روښانه شی. کله چې د مجاهدینو ډلې کابل ته راغلې، حکومت یې جوړ کړ، مشروعیت یې پیدا کړ او د نړۍ په زیاتو ملکونو او ملګرو ملتونو کې یې نمایندګان لرل، خو څرنګه چې په خپلمنځی جګړو کې لټار شول، د ملی سترو مسئلو پر ځاى یې قومی او ګروپی خبرو ته پاملرنه وکړه،  د خلکو ستونزې یې حل نکړې او د خپلو پرګنو تایید یې له لاسه ورکړ، نو کوم مشروعیت هم ور پاتې نه شو.خو تاریخ داسې زیات مثالونه لری چې کله یو سیاسی بهیر او مشر یې د خلکو ریښتینى ملاتړ تر لاسه کړی، هېڅوک یې هم مشروعیت تر سوال لاندې نه شی راوستلاى، که ټوله نړۍ هڅه وکړی چې یو چاته مشروعیت ورکړی  او د خپلو خلکو او پرګنو ملاتړ ورسره نه وی مشروعیت یې بې ګټې دى او  دوام نه کوی. د دې یو ښه مثال نلسن منډیلا او د هغه ګوند دى. ټولو اغېزمنو نړیوالو استعماری قدرتونو په لومړی پیل کې هغه ترورېست باله ۲۷ کاله یې په زندان کې تر شکنجو لاندې د تورو تمبو شاته تېر کړل، خو ورځ تر بلې د هغه حقانیت او مبارزې نړیوال شهرت مونده  همغه و، چې مشروعیت خو څه کوې، چې دهغه ملک ولسمشر او نړیوال منل شوى شخصیت شو، خو که په ایران کې د خمینی د خوځښت تاریخ ته وګورو، کله چې خلکو یې ملاتړ کاوه یو زورور دولت چې د زیاتو نړیوالو قدرتونو ملاتړ یې درلود، رانسکور او دولت یې جوړ او نړیوال هم اړ شول چې مشروعیت یې ومنی که څه هم نه یې خوښېد. خو بیا کله چې ایرانی اخوندان په فساد کې راګیرشو، رژیم د سیمې د هېوادونو په چارو کې لاسوهنه پیل کړه  او د خپل هېواد زیاته بودجه یې په بهرنیو ملکونو کې لګوله خلک یې بېوزله شول او په رژیم کې د بې عدالتیو او نورو لاملونو تر څنګ د رژیم مشروعیت ورځ تربلې تر سوال لاندې راغى.اوس هم همدا ستونزه لرو، زموږ ډېر سیاسیون د خپلو پرګنو د تایید او له هغو څه د خپلې مشرۍ د ملاتړ ترلاسه کولو په څرنګوالی نه پوهېږی. دوى کومه علمی مشارکتی او سیاسی برنامه نلری، نه ورباندې باور لری او که ووایی داسې پروګرام جوړ کړى، هېڅ اهمیت نه ورکوی. دوى له مالی پلوه په خپلو ګوندونو کې د پام وړ شفافیت نه لری، د تصمیم نیولو کوم د اعتبار وړ او له نننیو شرایطو سره سم مېکانېزم نلری. ګوندی او سیاسی فعالیتونه زموږ په ملک کې زیاته مخینه نه لری نو زموږ سیاسی ډلې که په هره مفکوره وی، د یوه ټولنیز کلتور لرونکی دی، له یو څه وړو توپیرونو سره سره د پلان کولو او اوږدمهالوستراتېژیکو تګلارو په جوړولو باور نه لری، یو  هم نه توانېږی چې په سیاسی پروسه کې خلک مخ په وړاندې په علمی توګه رهبری کړی، عامه نظر په علمی توګه ځان ته معلومه او په سم لوری یې رهبری او مدیریت کړی، زموږ په سیاسی ډلو کې له فساد سره مبارزه او د قانون منل نا اشنا خبره ده، دوى قانون یوازې هغه وخت غواړی چې خپله ګټه یې په کې وی او هر بل وخت یې مخالفت کوی، د دوى فعالیت یوازې د ټاکنو او چوکیو وېشلو په وخت کې څرګندېږی، نو کله چې د خلکو د ملاتړ اړتیا پیدا کړی، قومی اختلاقونو ته لاس اچوی.راځو بېرته افغانستان ته کله چې پالمرسټون د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلی و، چې افغانستان د شطرنج د تختې په سر داسې یوه مهره ده چې باید په ځاى او مهم وخت وکارول شی. نو لیکوال او ژورنالېست ډېوېډ لاین وایی: دا هر څه د افغانستان د ګټې لپاره نه، بلکې د روسیې په وړاندې د یوه دفاعی دېوال او جنګ د سنګر په توګه د کارولو لپاره وو. د پالمرسټون د طرحې او نقشې له مخې دا ځل الکساندر برېنس غوره شو چې افغانستان د دې کار لپاره تیار کړی. روښانه ده چې کله یو ملک ستا د دښمن په وړاندې د سنګر په توګه کارولو ته تیاروې، هلته د خپلو ګټو لپاره تپل شوې جګړه له خپل ستراتېژیک سیمه ییز او نړیوال ملګری سره پیل کوې، د هغه ملک خلک باید ښه وپېژنې، مهم ملی او د خلکو د راټولېدو شخصیتونه یې تشخیص او په وړاندې یې ځان غوښتونکی او وطن پلورونکی هم ومومې او دمخالف لوری پرضد یې  وکاروې، د قومونو ځانګړتیاوې یې ځانته معلومې کړې، د (( بېل یې کړه اېل یې کړه! )) فورمول ورباندې پلى کړی، نالوستی، بېوزلی او جاهل یې وساتې، چې سیاسی شعور او د نړیوالو اړیکو د پاللو قدرت  ومومی او له نورو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو سره اړیکې ولری، بلکې یوازې ځان ته یې باید محتاج وساتی.الکساندر برېنس چې دا وخت ۲۷ کلن ځوان و، د خپل وخت تر ټولو نوښتګر ستراتېژیست، سیاسی کارپوه او د ژبو ماهر و، په دری ژبه یې روانې خبرې کولې، هغه د پنجاب له لارې کابل ته روان و، نو په لاره یې رنجیت سنګ ته د یوې انګرېزی ارزښت لرونکې بګۍ او دوو اصیلو آسانو تحفه ورکړه او په ۱۸۳۱ کال کې افغانستان او کابل ته راغى، بیا بخارا ته لاړ او د امو  سېند په اوږدو کې یې خپل حماسی یادښتونه ولیکل او زیاتو خلکو خوښ کړل. په یادښتونو کې هغه کابل د یوه ستر او مهم تجارتی مرکز په توګه او په کابل کې بالا حصار د یوه مهم ستراتېژیک او پوځی مرکز په توګه یاد کړی دی. ده د کابل دخلکو مېړانه، معنویت، فساد او بد اخلاقۍ ټول ولیدل. ده ولېدل چې هلته یهود، عیسویان، هندوان، سکان او نور اوسېدل، شراب ازاد پلورل کېدل. برېنس د اس ځغلولو داسې سیالۍ ولېدې چې لومړۍ درجې ګټونکی کس ته نجلۍ، دوهم ته ۵۰ پسونه، درېـیم ته هلک ورسېدل، همداسې په ترتیب سره په پاى کې یوه کس ته هندوانه ورسېده چې ټولو ورباندې وخندل. معنى یې داده چې برنیس او انګرېزانو زموږ ټولنیز حالت او سیاسی شعور او نظام څارل او بیا یې پلان او د لارې نقشه جوړوله او پرېکړې یې کولې.

برنیس بل ځل له یوه هندی ملګری سره چې موهن لال نومېده د غربی هند په لور د یوه ملنګ په څېر په پښو سفر پیل او بستره یې په شا کړه. د موهن لال پلار چې د هند له لوړ پاړکی څخه و د ایلفنسټن په لومړی سفر کې په ۱۸۰۸ م کال کې د سکرټر په توګه ملګرى و. دا راښیی چې انګرېزانو اړیکو پاللو، ځانی ملګرو او د هغوى پوهې او معلوماتو ته څومره اهمیت ورکاوه او څنګه یې ځایی خلک او پوهه د ځان په ګټه کاروله، ځکه د هر بهرنی لپاره د ځایی خلکو او قومونو په دود او دستور، مهمو شخصیتونو او تاریخ باندې ځان پوهول مهم وی. موهن لال چې د لوړو زده کړو خاوند و، د افغانستان او هند په اړیکو ښه پوهېده او د افغانانو له فرهنګ او مزاج سره ښه اشنا و. دى وایی: « افغانان له یو شمېر سپین سترګیو سره سره ډېر زړور او بې پروا دی، په آس سپاره وی نښه ولی، ډېر ځله په یوې وړې تېروتنې یو بل وژنی، تل د خپلې مېړانې باټې وهی.»

له سکندر مقدونی څخه روایت دى چې ویل به یې: ((چې خداى مو د کوبرا له زهرو، د زمری له غاښونو او د افغانانو له غچ اخیستلو په امان کې لره)). سکندر خپلې مور ته په یوه لیک کې د افغان خاورې په باب لیکی: ((د دې خاورې هر فوټ مځکه پولادی دېوال ته ورته ده، مورې تا خو یو الکساندر نړۍ ته راوړى، خو هلته هره مور یو الکساندر زېږوی.))  د انګلستان ملکې د الکساندر برنیس د مالوماتو راټولولو او خپل دولت ته د خدمت له کبله عالی دولتی نښان ورکړ او له مکتاټن سره یې ډګر جنرال الکساندر برنیس ته په افغانستان کې دنده ورکړه. په هغه وخت کې چې ویلیزلی په هند کې مشری کوله د هغه یوه بل ګومارل شوی او غوره تحلیلګر چارلس میټکاف ته یې دنده ورکړه چې هغه هم د افغانستان او  سکانو د واکمنۍ تر منځ د اړیکو څېړنې کولې، سکانو زیاتې افغان مځکې لکه پېښور او نورې ونیولې، شاه شجاع یې بندی او سخت توهین کړ، خو سکان بیا وروسته انګرېزانو ته تسلیم شول. برنیس په ځان د خان نوم اېښى و او غوښتل یې ځان له خلکو سره یو ځاى وښیی.

بل انګرېز څېړونکى، مورکرافت و چې د افغانستان شرقی خواووته یې سفر وکړ، پېښور او وزیرستان ته لاړ او دا یې ویل چې د ښو آسانو په لټه کې دى، په وزیرستان کې یې دوه ښه آسونه په نښه کړل، خو په حقیقت کې یې د افغانستان د مهمو سیمو او اغېزه لرونکو خلکو څېړنه کوله او معلومات یې راټولول. د وزیرستان د قومونو په هکله یې پلټنې وکړې، د خیبر درې او د هغه ځاى د خلکو په هکله یې معلومات راټول کړل. د مورکرافت بل ملګری جورج ټربېک نومېده چې کابل ته په لاره لوټل شوى و او ده د اسیا زیاتې برخې ولیدې. مورکرافت او جورج ټربېک دواړه د ورپېښو ټپونو له کبله د افغانستان په شمال کې په ۱۸۲۵م کال کې مړه او په مزار شریف کې یې مړی ښخ شول.که تاسو د انګرېز استازو لکه الفنسټن او برنیس…. لیکنو او نورو تاریخی ارزونو او سندونو ته وګورئ، درته روښانه به شی چې ددوى په هر نامه که هغه تجارت ، سیاست و او یا بل هر څه نوم چې ورکړ شوى و، خو اصلی دنده یې جاسوسی وه. راجیف دورګا په خپل اثر کې وایی: د انګرېزانو د استازو اکثره قضاوتونه په حقایقو نه، بلکې په کینه ولاړ و، دوى به خپلو مشرانو ته له کینې ډک پیغامونه لېږل او هغوى ته به یې د روسانو تهدید له واقعیته زیات ستر ښوده.

نوربیا

ممکن است شما دوست داشته باشید