روزنامه هیواد

په مقرکې د غازی امان الله خان د تاریخی ودانۍ د بیارغونې لپاره بودجه نه راکول کېږی

د غزنی اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکی وایی: په‌دغه ولایت کې د اماڼی دورې له ابداتو څخه په مقر ولسوالۍ کې د غازی امان‌الله خان ماڼۍ د بیارغونې لپاره بودجه نه‌ورکول کېږی. دوی وایی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه بودجه ورته منظور کړې، خو د مالیې وزارت ورته انکار کوی.د دغې ماڼۍ پر بیا رغونه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځی.د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدی په‌دې اړه آزادۍ راډیو ته ویلی:(( روانو جګړو دغه قصر وران کړی، دوه ځله یې انجنیرانو د رغولو سروې کړې، اوس ولسونو غبرګون ښودلی، چې د ولسمشرغنی د حکم پر اساس باید د امانی دورې ټول اماکن ورغول شی، څو د خپلواکۍ په سلمه کلیزه کې پرانیستل شی، خو بیا هم د دغه قصر د جوړولو چارې ولاړې دی، د مالیې وزارت دې موږ ته بودجه راکړی.))په‌دې ماڼۍ کې دا وخت د ملی اردو سرتېری ځای پر ځای وو او ځینې وخت ورباندې د وسله‌والو له لوری جګړې کېږی.لرغون پېژندونکی او فرهنګپال هم د دغه ماڼۍ د بیا رغولو غوښتنه کوی.په غزنی پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد نقیب‌الله خانی‌خېل وایی:((که سوکه سوکه دغه ډول تاریخی ځایونه نړېږی او ورکېږی، نو لرې نه‌ده، چې موږ به ډېری تاریخی ابدې له لاسه ورکړو، اطلاعات او فرهنګ وزارت او تاریخی ابداتو ته ژمن ارګانونه باید د دغه ماڼۍ په رغونه او ساتنه کې خپل ملی مسوولیت ادا کړی، د سیمې خلک هم باید خپل تاریخی ځایونه وساتی او دې حقیقت ته ځیر واوسی، ځکه دا ارزښت د دې سیمې دی، که خدای سوله راولی بیا به دغه ځای ته سیلانیان راځی.))د غزنی ولایتی چارواکی هم وایی: د دغه ماڼۍ د بیا رغولو په اړه‌یې ټینګار کړی دی.د ولایت ویاند محمد عارف نوری په‌دې اړه وایی:((موږ هم په دې وروستیو کې د ولایت مقام له آدرسه، سیمه‌ییزو ارګانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مکتوبونه استولی، څو د افغانستان د سل کلن جشن په ویاړ دغه تاریخی ارزښت ورغول شی.))د غزنی په مقر ولسوالۍ کې د غازی امان‌الله خان قصر هغه ماڼۍ ده ،چې غازی به له کابله د هېواد جنوبی ولایتونو یا هم هرات او نورو سیمو ته سفرونه کول، نو په دغه ماڼۍ کې به‌یې د غزنی ولایت تر څنګ د پکتیا، پکتیکا، زابل، بامیان او نورو څنګ‌لورو ولایتونو له مشرانو سره لیده کاته کول او د هېواد د پرمختګ په اړه به‌یې ورسره مشورې کولې.

ممکن است شما دوست داشته باشید