روزنامه هیواد

په مسکو کې د افغان سىاستوالو او طالبانو ترمنځ درې  ورځنۍ غونډه

سمېع الله سمېع

درېیمه برخه

دسولې د مشورتی لویې جرګې له پاى ته رسېدو وروسته د طالبانو بریدونه:

دسولې له مشورتی لویې جرګې وروسته طالبانو د پاکستان دآى اس آى په لار ښوونه او مستقىمى برخې اخىستنې سره په یو شمېر ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړ اوپه فراه، ارزګان ، غور ، کندوز، ننګرهار ، کونړ او ىو شمېر نورو ولایتونو کې یې دملی امنىتی ځواکونو پرپوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې ىو شمېر سرتېرو او افسرانو ته ىې مرګ ژوبله واړوله اوپه خپله هم دپوځی عملیاتو په بهىر کې له درنې مرګ ژوبلې سره مخامخ شول. ددې ترڅنګ په ننګرهار ، کونړاو ىو شمېر شمالی ولاىتونو کې  داعش جنګىالىو هم دامنىتی ځواکونو په وړاندې  سختې جګړې پىل  کړې ، چې دجګړې دسختوالی له امله په کابل کې دملګرو ملتونو دىوناما دفتر او په  کابل کې داروپایی ټولنې استازی اولانډ کوبىا، خپلې اندېښنې ښکاره کړې اوپه جګړه کې ىې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې جګړه بنده او اوربند وکړی .

په دوحه کې دافغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ هم خبرې روانې وې، خو طالبانو د خلکو او افغان دولت له غوښتنو سره سره د جګړې ترڅنګ خپلو ډله ىىزو او ځانمرګو برىدونو ته دوام ورکړ، چې ددغو برىدونو په لړ کې د روان کابل دغویی په ۱۵ مه درې  تنه برىدګر دبغلان ولاىت امنىه قوماندانۍ ته د ىوموټر بم له چاودنې وروسته ورننوتل او پر سرتېرو اوافسرانو یې ډزې پىل کړې. په دغه برىد کې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې په کې  ۲۰ تنه سرتېری اوافسران شهىدان او ىوشمېر ماشومان او ښځې په کې  ټپیانې شوې.

 دکابل  په  نوی ښار  کې برىد:

د روان کال دغوىی په ۱۸ مه دلویې څارنوالۍ ترڅنګ پر ىو بهرنی شرکت  برید وشو  برىدګرو لومړى دشرکت د دروازې په خوله کې موټر بم وچاوه ، بىا ۴تنه برىدګر شرکت ته  ورننوتل او پر خلکو یې ډزې پىل کړې. دامنیتی ځواکونو اوترهګرو ترمنځ جګړې ترمازدىګره دوام وکړ او د برىدګرو په له منځه وړلو سره جګړه پاى ته ورسېده.

په دغه ډله ییز برید کې د یوې ښځې په شمول ۱۹ تنه مړه او ۲۴ تنه دىوتن بهرنی په شمول  ټپىان شول.

ددغه برىد پړه طالبانو په غاړه واخیسته. دنوموړی شرکت مشرې مېرمن هوډک له امرىکا غږ سره په خبروکې ووىل: زموږ تعهد دادى چې له خلکو سره دهغوى د ژوند په ښه والی کې مرسته وکړو بىابه  هم موږ په افغانستان کې خپل کارته دوام ورکړو.

دامریکا  دوسله وال پوځ دلوى درستىز څرګندونې:

په داسې حال کې چې دقطرپه خبرو کې د پرمختګ آوازې ګرمې وې، دامریکا دوسله وال پوځ لوى درستىز جنرال جوزىف  ډانفورد دغویی په ۱۸ مه دکانګرس دسوال او ځواب غونډې ته داخبره وکړه او ویې ویل: فکرکوم موږ ته په کارده چې ترهغو په افغانستان کې دترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړو، چې په دې  هېواد کې بلواګر شتون ولرى. ډانفورد دغه څرګندونې په داسې ورځ وکړې چې دکابل په نوی ښارکې  طالبانو پریوې  امریکایی موسسې بریدکړى و.  د ډانفورد له څرګندونو څخه دا په ډاګه شوه، چې امریکا له افغانستان څخه  دوتلو لیوالتیا نه لری.

هند ته د خلیلزاد سفر:

د ۱۳۹۸ ل کال د غویی په ۱۶ مه زلمى خلیلزاد دافغان سولې په اړه هند ته سفر وکړ.

خلیلزاد دافغان سولې په اړه دهند د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سوراج سره خبرې وکړې. په دغه سفر کې خلیلزاد دافغان سولې په باب له طالبانو سره د دوحې دخبرو په اړه هند ته معلومات ورکړل او د هند دسفر په بهیر کې یې دهند دبهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سوراج، د هند دملی امنیت له سلا کار اجیت دوال، دهند د دولت له وزیر ویجی ګوخالی او نورو چارواکو سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې.

په قطر کې د خلیلزاد د خبرو پنځمه ورځ :

خلیلزاد هند ته له خپل دوه ورځنی سفر وروسته بېرته قطر ته ولاړ او دغویی په ۱۷ مه له طالبانو سره د خلیلزاد د شپږم پړاو خبرو په پنځمه ورځ  داسې ویل کېدل چې خلیلزاد دغویی په ۱۶ مه او ۱۷ مه دهند له چارواکو سره دافغان سولې په اړه خبرې کړی. په دغوخبرو کې هند او امریکا په دې سلا شول چې دافغانانو وروستۍ لاسته راوړنې خوندی شی. خلیلزاد له هندی چارواکو سره له خبرو وروسته دغویی په ۱۷ مه بېرته قطر ته ستون شو اوله طالبانو سره یې دشپږم پړاو خبرې پیل کړې. طالبانو ته نږدې سرچینو وویل: په دې پړاو کې له امریکا سره دطالبانو مذاکرات نهایی او توافق ته نږدې شوی دی. که څه هم د بهرنیو ځواکونو دوتلو نېټه د دواړو خواوو ترمنځ یوه اختلافی برخه وه، خو تر ډېره پرمختګ شوى دى. خلیلزاد ویلی: ټولو افغانانو ته سوله او سوکالی غواړم. افغانان له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د جګړې له کړوونکو پایلو زیانمن شوی. هیله من یم چې افغانان په دې میاشت کې له زغم څخه کار واخلی .

ممکن است شما دوست داشته باشید