روزنامه هیواد

په مسکو کې د افغان سىاستوالو او طالبانو ترمنځ درې  ورځنۍ غونډه

سمېع الله سمېع

لومړۍ برخه

مسکو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دىپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلىزې په پلمه د غبرګولې په اوومه درې ورځنۍ غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د روسیې د بهرنىو چارو د وزىر سرګی لاوروف  په وىنا پرانیستل شوه لاوروف په خپله وىنا کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له  افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټىنګار وکړ او وىې وىل: دافغان جګړې لپاره دې دافغانستان ټول سىاسی مشران په خپلو کې  خبرې پیل  کړی.

ورپسې په قطرکې  د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغنى برادر  وىنا وکړه او دلومړی  ځل لپاره د تلوىزىون  له پردې راښکاره شو. ملا برادر ووىل:  طالبان سولې ته ژمن دی، خو سولې ته د رسېدلو لپاره باىد لومړى خنډونه له مخې لرې کړاى شی ،  ترټولو ستر خنډ دافغانستان اشغال دى ، چې باىد پاى  ته ورسېږی. وروسته یې ملا امىرخان متقی ته ووىل، چې د طالبانو له خوا لىکل شوې وىنا واوروی،متقی د طالب پلاوی وىنا واوروله.

وروسته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د افغان سىاستوالو په استازىتوب خپله وىنا واوروله. حامدکرزی په خپله وىنا کې  له روسیې څخه ددغې غونډې د کوربتوب له امله مننه وکړه او  دمننې ترڅنګ یې له مسکو څخه وغوښتل چې دافغان سولې په اړه له امریکا، چین او جرمنی سره په ګډه خپلې هڅې  جاری وساتی.

ورپسې محمدحنىف اتمر،  محمد کریم خلیلی،حاجی محمدمحقق او  عطامحمد نور خبرې وکړې اوخپلې غوښتنې یې څرګندې  کړې عطامحمد نور  په خپلو خبروکې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه هم  وکړه.

دمسکو غونډې دویمه ورځ:

دمسکو غونډې په دوهمه ورځ چهارشنبې د طالب څوارلس کسىز پلاوی او  د افغان سىاستوالو ترمنځ د تړلو دروازو ترشا نهه ساعته خبرې وشوې .ددغو خبرو په اړه دمسکو دغونډې ګډونوال  استاد عطامحمدنورووىل: د افغان سىاستوالو او طالب استازو ترمنځ په دې نهه ساعته بىن الافغانی مذاکراتو کې په  ګڼو برخو کې پرمختګونه وشول، خو  د اوربند مسئله د لاډېر بحث لپاره وځنډول شوه .

په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوی مشر ملاعبدالغنی برادر ووىل، چې دافغانستان مسئله په  یوه ىادوو مىاشتو کې نه حل کېږی  او نهایی توافق ته د رسېدو لپاره باىد لومړى بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی.

په مسکو کې د  طالبانو او  افغان سیاستوالو په مذاکراتو کې دسولې دعالی شورا رییس محمدکریم خلیلی او په مسکو کې  د افغانستان سفىر لطىف بهاند حضور نه درلوده.

دمسکو غونډې درېىمه ورځ:

دغبرګولې په نهمه دپنجشبنې په ورځ د مسکو غونډې درېىمه ورځ وه.  په دغې ورځ  دواړو لورو له خبرو وروسته ګډه اعلامىه صادره کړه ، په اعلامیه کې وىل شوی: دواړو خواوو فوق العاده پرمختګ کړى ، خو ځینې مسایل نور بحث ته اړتیا لری، په اعلامیه کې د دواړو خواوو  پراوربند ، دملکی تلفاتو پرمخنیوی ،دبندىانو په اړوندومسایلو، له  افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو  پروتلو، دبهرنیو لاسوهنو پربندولو ،ملی حاکمیت، دملی وحدت پرتحکىم ، دښځو پرحقوقو اونورو مسایلو خبرې وشوې،خو  اوربند چې د زیاترو افغان سیاستوالو غوښتنه وه پرې توافق ونه شو. په ګډه اعلامیه کې د ورته غونډې پردوام ټىنګار وشو.

د طالبانو  دمشر څرګندونې :

دغبرګولې په ىوولسمه ىوشمېر رسنىو د طالبانو  دمشر مولوی هبت الله له خولې خبر ورکړ، چې ترڅو بهرنىان له افغانستانه نه وی وتلی ، خلک دې له موږ څخه د اوربند تمه نه  کوی.

د طالبانو دمشرهبت الله څرګندونې په داسې حال کې کېږی ، چې دمسکو غونډې په دویمه ورځ افغان سىاستوالو او  طالبانو د اوربند په هېڅکله دتړلو  دروازو ترشا نهه ساعته خبرې وکړې، خو  طالبانو په اوربند موافقه ونه کړه.

دمسکو د دویمې غونډې په اړه د ىو شمېر سىاستوالو غبرګونونه:

دمسکو غونډې په اړه د پوهنتون استاد عبدالباقی امىن دغه غونډه مثبته وبلله ښاغلی امىن  دمسکو غونډې په اړه د وىسا ورځپاڼې ته ووىل:  سره له  دې چې ښکاره پرېکړې په کې ونه شوې، خو په مجموع کې دغه ډول غونډې ګټورې دی، ټولو په دې اتفاق وکړ،چې باید بىن الافغانی خبرې وشی.له بلې  خوا طالبانو ته نږدې سىاسی شنونکى وحىد مژده دغه غونډه بې نتىجې بولی.

ده له وىسا ورځپاڼې سره په خبرو کې ووىل: په شپږم پړاوخبروکې امرىکاىان دې ته متوجه شول ،چې طالبان له خپل موقف څخه نه  تېرېږی.همدارنګه وحید مژده وویل: طالبانو د اوربند په تړاو  دکرزی وړاندىزته توجه ونه کړه. اوىوځل بیایی داثابته کړه چې دوى پرخپل درىځ ولاړدی.. دپوهنتون استاد اوسىاسی شنونکی احمدسعیدی دتلوىزىون په گردی مىزکې دمسکو غونډه بې پایلې وګڼله. داځکه چې د دولت استازو په کې ګډون نه درلوده او د دولت له استازو  پرته د افغان سىاستوالو او طالبانو غونډې هسې دوخت تېرول دی اوکومه مثبته پاىله نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید