روزنامه هیواد

په لوېدیځه حوزه کې زرو تنو د ملی اردو لیکو ته نوملیکنه کړې

د هېواد په لوېدیځه حوزه کې څه باندې زر کسانو له ملی پوځ سره د پیوستون لپاره نوملیکنه کړې ده. دغه ځوانان وایی، چې د طالبانو د ظلم او د هېواد د دفاع لپاره له ملی پوځ سره یوځای کېږی.

په ورته وخت کې د هېواد په لوېدیځ کې پوځی چارواکی وایی، چې د امنیت په تامین او د ترهګرو په ځپلو کې د دغو تازه دمو ځواکونو ونډه ډېره مهمه ده.ټاکل شوې ده چې دغه ځواکونه لومړی پوځی زده‎کړې ترسره او وروسته سنګرونو ته ولاړ شی. د ملی پوځ سرتېری سراج الدین په دې اړه وویل: (( موږ د دې لپاره له ملی اردو سره یوځای شو، څو هغه دښمنان چې موخه یې د هېوادوالو وژل او د هېواد ورانول دی، پر وړاندې یې مبارزه وکړو.))  د ملی اردو سرتېری کفایت الله هم وایی: (( د هېواد د دفاع او خدمت لپاره له ملی اردو سره یوځای شوی یم.))دا پوځیان سخته لاره په مخکې لری، د هېواد په لوېدیځ کې پوځی چارواکی وایی سږ کال طالبان د څو ولسوالیو د نیولو نیت لری خو ټینګار کوی افغان ځواکونه به د دغو بریدونو مخه ونیسی.د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادری په دې اړه څرګنده کړه: (( دښمن پلان لری چې لارې وتړی، پل او پلچک والوزی، زموږ او تاسو روغتونونه والوزی، خو انشاالله خپلې هیلې ته به ونه رسېږی. څو ورځې مخکې هغه جګړه چې په بادغېس کې وه ټوله سیمه د امنیتی ځواکونو تر ولکې لاندې ده. هېڅ ستونزه نشته.)) دغه پوځیان لومړی د اړتیا وړ پوځی زده کړه کوی او وروسته د جګړې ډګرونو ته ورځی.د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د روزنیز کنډک قوماندان ډګروال نذیراحمد سالک وویل: (( مو څه باندې زر کسانو ته عسکری ښوونه او روزنه ورکوو، چې محاربوی تعلیمات، تکتیک، انداخت او تول هغه مضمونونه چې په جګړې او محاربې پورې اړوند دی او کابو ۱۲ اوونۍ تعلیمات به د هرات په تعلیمی مرکز کې ترسره کړی.)) د هېواد په لوېدیځ کې د ملی اردو چارواکی وایی د ملی اردو له لیکو سره د ځوانانو   یو ځای کېدو ته لېوالتیا زیاته شوې ده. د هغه پر وینا په تېر یوه کال کې د هېواد په لوېدیځ کې کابو درې زره تنه ملی پوځ کې شامل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید