روزنامه هیواد

په لوګر کې ۱۰۳ تړل شوی ښوونځی بېرته پرانىستل شول

د پوهنې وزارت وایی: د لوګر په ولاىت کې د امنىتی ګواښونو له امله تړل شوی ۱۰۳ ښوونځی د چهارشنبې په ورځ بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانىستل شول. د پوهې وزارت په ىوه اعلامىه کې وىلی، چې په دغو ۱۰۳ پرانىستل شویو ښوونځىو کې د نجونو او هلکانو ښوونځی شامل دی.د پوهنې وزارت په اعلامىه کې وىلی: (( دغه ښوونځی، چې د څلور نىم مىاشتنىو آزموىنو له پىل سره سم تړل شوی وو، د لوګر د پوهنې رىاست، ولاىت مقام، ولاىتی شورا، دىنی عالمانو، قومی مشرانو او نورو ذىدخلو اشخاصو په ملاتړ او هلو ځلو بېرته فعال او پرانیستل شول.))په پرانیستل شوىو ښوونځیو کې به  څلور نىم مىاشتنۍ آزموىنې پىل شی، چې د نورو ښوونځیو د اوړی رخصتىو تر پاىه به دوام ومومی.په تېره ىوه مىاشت کې د لوګر په ولاىت کې د وسله والو مخالفانو له خوا په ښوونځىو برىدونه ډېر شوی، چې له امله ىې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې ولاىت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا دوه ښوونځی هم سوځول شوی دی.د پوهنې وزارت د لوګر په ولاىت کې پر ښوونځىو برىدونه د افغان امنىتی ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځی عملىاتو ته ىو ډول غبرګون ښیی او دا ګڼی، چې وسله وال مخالفان په دې ډول غواړی، چې پر طالب وسله والو پوځی فشار را کم کړی، خو طالبانو په لوګر کې د دغې ډلې له خوا د ښوونځىو د تړلو ادعا رد کړې ده او وىلی دی، چې طالب وسله والو ښوونځی نه دی تړلی.په لوګر کې د دغو پرانىستل شویو ۱۰۳ ښوونځیو له ډلې ۶۳ ىې د محمد آغې په ولسوالۍ او پاتې نور د مرکز پل علم اړوند سىمو کې فعالىت کوی، چې شاوخوا ۴۹ زره نجونې او هلکان په کې پر زده کړو بوخت دی.په افغانستان کې د پوهنې د بهىر پر وړاندې امنىتی ګواښونه زىات شوی، چې له امله ىې په ىو شمېر ولاىتونو کې په لسګونو ښوونځی هم تړل شوی دی.د پوهنې وزارت په افغانستان کې د ټولو تړل شویو ښوونځىو شمېر شاوخوا زر ښوونځی ښیی،  خو د دغه وزارت د خپرونو ریىس محمد کبىر حقمل وایی: دا شمېر کله له زرو ښکته او کله هم شاوخوا ىوولس سوه ښوونځی بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید