روزنامه هیواد

په لوګر کې د رومی بانجانو محصولات  په بېسارې توګه زیات شوی

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی، چې د دې ولایت د رومی بانجانو محصولات په بې مخینه توګه زیات شوی. د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایی، چې سږکال د لوګر په ۷۶۷ ۱هکټاره مځکه کې رومی بانجان کرل شوی، چې له دغو کروندو څخه ۶۸ زره او ۲۶مټریک ټنه رومی بانجان تولید شوی. ښاغلی تسل زیاته کړه، چې تېر کال د دې ولایت په ۴۰۰ هکټاره مځکه کې رومی بانجان کرل شوی وو، چې له دغو کروندو څخه ۲۱ زره او ۲۰۰ متریک ټنه رومی بانجان تولید شوی. د شمېرو له مخې، سږکال د لوګر د رومی بانجانو محصولات درې چنده زیات شوی. د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې د رومی بانجانو کرکېلی ته د دې ولایت د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده. د هغه په خبره، د لوګر اقلیم د رومی بانجانو کرکیلې ته مناسب دی. عبدالله تسل وویل: (( لوګر کرنیز ولایت دی، چې د دې ولایت د ۸۰ سلنه وګړو اقتصاد په کرنې او مالدارۍ پورې تړلى دى. په دى وروستیو کلونو کې د دې ولایت د رومی بانجانو کرکیله د پام وړ زیاته شوې.))عبدالله تسل وویل: مناسبه آب وهوا، د اصلاح شویو تخمونو وېش او پېژندنه، د نباتی ناروغیو او افتونو کنټرول او د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته لازمې سلا مشورې ورکول په دې ولایت کې د رومی بانجانو د تولیداتو د زیاتوالی مهم لاملونه دی.د لوګر د کرنې رییس زیاته کړه: د دې ترڅنګ چې د دې ولایت د رومی بانجانو یوشمېر محصولات نورو ولایتونو ته صادرېږی، خو بیا هم د دې محصول د پلور لپاره مناسب بازار شتون نه لری. د هغه په خبره بزګران د خپلو محصولاتو پلور ته مناسب بازار غواړی. د ښاغلی تسل په خبره د لوګر ولایت کابو ۳۰ سلنه بزګران د رومی بانجانو په کرکیله بوخت دی، خو یاد محصول مناسب بازار نه لری او په ټیټه بیه پلورل کېږی. ده زیاته کړه: ((د کرنې ریاست له اړوندو ارګانونو، سوداګرو او مستهلکینو غواړی، چې د رومی بانجانو د پلور او مناسب مارکېټ په برخه کې دې د دې ولایت له بزګرانو سره همکاری وکړی، چې د رومی بانجانو کرکیلې ته د دې ولایت د بزګرانو لېوالتیا زیاته او عواید یې هم ډېر شی.)) رومی بانجان له پرمصرفو خوراکی توکو څخه ګڼل کېږی، چې په ډېرو ولایتونو کې یې کرکېله او تولید دود دی، خو د فصل په موسم کې په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږی. په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست چارواکی وایی: د ((جی‌آی‌اس)) له لارې چې کومې څېړنې شوې ښیی، چې په وروستیو دوو کلونو کې د رومی بانجانو د کرکیلې سیمې پراخې شوی دی.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې آمر محمداحسان عمری وایی: په ۱۳۹۶ یم کال کې د رومی بانجانو کروندې ۱۶ زره او ۳۱۴ هکټاره مځکه وه او د تولید کچه یې ۱۶۵ زره او ۸۶۵ مټریک ټنو ته رسېدلې وه. په ۱۳۹۷ یم کال کې د هېواد په ۲۴ زره او ۸۹۲ هکټاره مځکه کې رومی بانجان کرل شوی وو، چې د تولید ټولیزه کچه یې ۲۷۵ زره او ۲۲۲ مټریک ټنه وه. ښاغلی عمری وویل: رومی بانجان هغه ډول ترکاری ده، چې په ټوله نړۍ کې په خوراکی توکو کې ترې ډېره ګټه پورته کېږی او داسې هم ویل کېږی، چې رومی بانجان په خپله یو ډول خواړه دی، چې تر ډېره په روغتیایی ډګر کې ترې ګټه اخیستل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید