روزنامه هیواد

په لوګرکې د منځنی ښوونځی ودانۍ جوړېږی

په لوګرکې  د ښوونځی ودانۍ د جوړولو کار  په دې وروستىووختوکې پىل شو .د لوګر د پوهنې رىاست وىاند شاهپورعرب وایی: د لوګر د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد د منځنی ښوونځی ودانۍ د هندوستان په مرسته د ىومیلىونو درې سوه زروافغانىو په لګښت په ىوه پوړکې په پاخه او اساسی ډول جوړېږی .ده ووىل ، چې په دې ودانۍ کې اته درسې خونې ، دوه ادارې دفترونه ، پنځه تشنابونه او نورضروری ملحقات په پام کې نىول شوی دی او د جوړولوکار به ىې په لسو مىاشتوکې بشپړېږی او د نجونواو هلکانوپه ګډون پنځه سوه زده کوونکوته مناسبه درسی فضا برابرېږی .د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې ىودېرش تعلىمی مرکزونه فعالىت کوی ،چې دولس ىې ودانۍ نه لری   .                   .باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید