روزنامه هیواد

په  لغمان کې په ۶۸ مرکزونوکې څه دپاسه ۴۶ زره رایې اچول شوې

د لغمان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس نورالدین فطرت وایی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام سربېره په ټولو ولسوالیو کې د راى ورکولو ۷۹ مرکزونه پلان شوی وو، چې له دې جملې څخه په ۶۸ مرکزونوکې رایه اچوونه شوې او پاتې نور ىې د بېلابېلو لاملونه له امله تړل شوی وو. فطرت زىاتوی، چې د لومړنۍ شمېرنې له مخې، په ټول لغمان کې د ١٢ زره او ۲۲۴ ښځو او یو زره ۹۱۸ کوچیانو په ګډون۴۶ زره ٩٩٩ رایې کارول شوې .د فطرت د څرګندونو له مخې، د پورتنیو شمېرو له جملې څخه ٢٢زره ۳۶ په قرغیو ولسوالۍ، ٢١ زره ۸۴۵ په مرکزمهترلام، یو زره ۶۲۶ په الیشنګ ولسوالۍ، ۸۲۹ په الینګار ولسوالۍ، ۶۴۰ په دولت شاه ولسوالۍ او ۲۰ رایې په بادپښ ولسوالۍ کې کارول شوې دی.دى زیاتوی، چې دا لومړنۍ شمېرنې دی، کېداى شی وروسته په دغو ارقامو کې توپیر راشی.بل لور ته د لغمان ولایت د ټاکنو په اړه د شکایاتو د کمېسیون د شکایتونو د ثبت مسوول امین الله الکوزی ویلی: د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټول لغمان په کچه ۲۸ شکایتونه ثبت شوی ، د دې ترڅنګ په دویمه ورځ د لغمان  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتی دفتر څخه هم  ١۵ شکایتونه ثبت شوی او د شکایتونو د ثبتونې لړۍ لا هم دوام لری او په دې برخه کې به زیاتوالى راشی.له هغه څخه   وپوښتل شوې چې شکایتونه په کومو مواردو کې ثبت شوی دی؟ ده په ځواب کې ویلی: زه د شکایتونو د مواردو په اړه څه نه شم ویلى، خو د ٣٠ څخه تر ۴٠ ډولونو پورې شکایتونه د خلکو له لوری ثبت شوی ،خو ګڼ شمېر رایه اچوونکو په مرکزونو کې ناوخته د رایو ورکولو د کار پیل، د بایومتریک دستګاوو په اړه د کارکونکو نه پوهېدنه، د رایې ورکونې د پاڼو کمښت، په مرکزونوکې د ځینو رایو اچوونکو د نومونو نشتون، د یو شمېر نوماندانو د پلویانو له لوری په خلکو جبری رایه کارونه او  یوشمېر نورو مواردو  په اړه نظرونه وړاندې کړې.هاخوا د لغمان امنیه قوماندان جنرال عبدالرووف روزګانى وایی ،چې د ټاکنو په ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند د ګل پاچا الفت لیسې د راى ورکولو په مرکز کې دوه کسه له کلاشینکوف او تفنګچې سره ونیول ،چې غوښتل یې په یاد مرکزکې ګډوډی رامنځ ته کړی.هغه همدا راز ووىل، چې په ډېرو مرکزونو کې یې د خلکوله شکایتونو سره سم د لسګونو تقلبی رایو مخنیوى هم کړى دى.ده زیاته کړه، چې دښمن غوښتل په یو شمېر سیمو کې د راى ورکولو په مرکزونو بریدونه وکړی او خلکو ته زیان واړوی او دغه ملی بهىر له ګډوډیو سره مخامخ کړی، چې په ځینو ځایونو کې یې ماینونو ته هم چاودنه ورکړه چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او ۲۵ نور ملکی وګړی ټپیان شوی .دا چې په لومړنیو پایلو کې کوم کاندید مخکښ دى؟ هغه پوښتنه ده، چې لا هم له رسنیو سره نه ده شریکه شوې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین یې هم په اړه څه نه وایی.د یادونې وړه ده، چې په لغمان کې په دویمه ورځ په محبس، کوچیانو او امنیه قوماندانۍ کې هم رایه اچونه شوه.                   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید