روزنامه هیواد

په لغمان کې په نوی رنګ دودیزه پسرلنۍ مشاعره

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وری په اووم ماښام د هنری مشاعرې کوربه و. د رومانی فضا، معطرې هوا او طبیعی مناظرو ترڅنګ، د مشاعرې دریځ او ټول چاپېریال په مصنوعی رڼاګانو سینګار و. د مینه‌والو ګڼې ‌ګوڼې او ازدحام، د مشاعرې کیف لا پسې زیات کړی و.له کابل، خوست، غزنی، ننګرهار، کونړ، میدان‌وردګو، لوګر او نورو ولایتونو څخه د راغلیو نوموتو شاعرانو په شتون کې، ماښام مهال مشاعره پیل شوه. د لغمان والی محمد آصف ننګ، مرستیال والی شهزاده مظلومیار، په علمی او ټولنیزو چارو  کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار لعل پاچاه ازمون، دمهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی، ګڼ شمېر چارواکی او سلګونه شاعران، فرهنګ‌پال او د شعر او ادب مینه‌وال د مشاعرې برخه‌وال وو.غونډې ته د پیل په خبرو کې، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیضان الله پټان، وویل ،چې سږنۍ مشاعره له نورو څخه له جلا خونده برخمنه ځکه ده، چې هم په کې د شاعرانو او مینه والو شمېر ډېر دی او هم به په کیفی لحاظ هنری ماښام وی. ده پر ټولو شاعرانو غږ وکړ چې په اشعارو کې دې د احساساتو پر ځای هنریت ته لومړیتوب ورکړی. د لغمان والی د مشاعرو او دغه شان ادبی محفلونو پر ارزښت وغږېد. ده وویل چې دا او دې ته ورته مشاعرې له یوې خوا د ادب د مینه‌والو ذوق ورخړوبوی او له بلې خوا د فکری روڼتیا او د عامه اذهانو د تنویر لپاره ښې وسیلې دی. د مشاعرې لومړی شعر نوموتی شاعر، ذین الدین حقیار ووایه. ورپسې، د پردې تر شا د نرمې موسیقۍ په بدرګه، ګڼ شاعران سټېج ته راغلل او خپل نظمونه، غزلې او نور اشعار یې د دکلمې او ترنم په ډول پرله پسې وړاندې کړل.د مشاعرې په بله څنډه کې، پر یوې لویې سپینې پردې، د هېواد او په ځانګړی ډول د لغمان د ادبی، فرهنګی، هنری او علمی هستیو او مشاهیرو  تصویرونه او نومونه یو په بل پسې راښکاره کېدل. که څوک به له مشاعرې رابهر کېده، د تفرېح او هنر دې منظر یې پام اړولی شو.په منځ کې د لغمان تیاتر د لوبغاړو له لوری د پښتو خرافاتی فلمونو پر موضوع یو تمثیل هم وړاندې شو چې ګډونوالو یې فن او هنرنمایی وستایله.مشاعره تر ماسخوتنه وغزېده. شاعرانو اشعار ویل، ترنمونه یې کول او ناستو مینه والو به په خوند او چکچکو بدرګه کول، خو چې مشاعره ختمه شوه، معنا یې دا نه وه ،چې دا رنګین ماښام دې هم پای ته ورسېږی.همدا چې محلی مشهور سندرغاړی پاچا خان پر سټېج راښکاره شو، د مینه‌والو چکچکې شوې او د بزم او رومان یوه نوې برخه پیل شوه. خان ګڼې محلی سندرې وویلې او د طبلې، ارمونیې او رباب په سر او تال کې یې د ملنګ جان، محمدنوربابا او حیاخان استاد شعرونو ته ساه‌ګانې ورکړې.د شپې شاوخوا ۱۲ بجې دا هر څه پای ته ورسېدل ،خو مېلمنو او کوربنو له دې هنری ماښامه خوند واخېست چې په زړه پورې  خاطرې به یې تر ډېره د هېرېدو نه وی.سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره یوه دودیزه مشاعره ده ،چې هر کال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوری، د دې ولایت د فرهنګیانو او مدنی فعالانو په همکارۍ جوړیږی او د نورو ولایتونو له دودیزو مېلو او مشاعرو سره یې ښکاره توپیرونه دا دی، چې هم فرهنګی تنوع لری او  هم یې فنکاری او هنریت
ځانګړی دی.      نظر افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید