روزنامه هیواد

په لغمان کې مېرمنو ۵۷۹ غالۍ مارکېټ ته وړاندې کړې

په لغمان کې کلیوالیو مېرمنو ۵۷۹ تختې غالۍ مارکېټ ته وړاندې کړی تاند وېب پاڼې ته، د لغمان ولایت چارواکی ویلی، په دې ولایت کې د کلیوالی مېرمنو د اقتصادی پیاوړتیا له لارې تر دې دمه دوی ۵۷۹ تختې غالۍ مارکېټ ته وړاندې کړی.د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وایی، په دې غالیو کې بېلابېل ډولونه شامل دی او اوس مهال پلور ته وړاندې شوې.په لغمان کې د کلیوالی ښځو د اقتصادی پیاوړتیا پروګرام په ۱۳۹۷ هـ ل کې پیل شوی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایی، دوی یواځې په مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې په مېرمنو ۳۷۰ کارګاوې وېشلی چې تراوسه (۲۷۳۸) متره مربع غالۍ او ګلیم ترلاسه کړی.مارکېټ ته په وړاندې شویو غالیو کې ۳۶۴ متره رنګه غالۍ او ۱۱۳ متره ساده غالۍ موجودې دی. چارواکی وایی :تر اوسه ۱۲۰ تختې ټغرونه هم تولید شوی، چې دا ټول په بازار کې په خورا لوړه بیه پلورل شوی. د معلوماتو له مخې تر دې دمه په دې پروګرام کې ګډونوالو میرمنو (۵۰۴۵۵۳۵) افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.په دې پروګرام کې لسګونه مېرمنې په کار بوختې دی او ډېری یې هغه کسان دی، چې کور سرپرستی ور ترغاړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید