روزنامه هیواد

په لغمان کې د ۸۱شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره مرسته وشوه

په دغو مراسمو کې د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ، د اجرائیه رییس سلاکار مخلص، د ولایتی شورا مرستیال حاجی عبدالعزیز او د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو غړیو ګډون کړی و.د دغې مرستې د وېش په پیل کې د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ لومړی ټولو شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا هیله وکړه.نوموړی د اجرائیه ریاست له مقامه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه ، چې په هېواد کې د روانو جګړو او ناخوالو له امله بدبختانه ډېری افغانان شهیدان او ټپیان شوی، چې له دغه ناتاره لغمان هم نه دى ژغورل شوى.ښاغلی ننګ وویل: هڅه به وکړی چې په دغه ولایت کې د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره اړینې مرستې وکړی.د اجرائیه ریاست د سلاکار ښاغلی مخلص د معلوماتو له مخې، دغه نغدی مرستې چې پنځه میلیونه یوسل او پنځوس زره افغانۍ کې کېږی چې په کې ۲۲ د شهیدانو او ۵۹ د ټپیانو کورنۍ شاملې دی. هغه وویل، چې د هر شهید له کورنۍ سره سل زره او د ټپی له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ نغدی مرسته کېږی.په همدې حال کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو له حکومته مننه وکړه چې دوی ته پاملرنه کوی. دوی وایی: خپله خاوره پرې حق لری او د کورنۍ غړی یې هم د هېواد د ساتنې په درشل کې خپل ځانونه قربانی کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید