روزنامه هیواد

په لغمان کې د کب نهمه په پراخه کچه ونمانځل شوه

په لغمان کې د کب نهمه د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو ملی ورځ د سلګونه ولسونو په شتون کې ونمانځل شوه. په همدې موخه پرون ځانګړی مراسم ترسره شول، چې پرمهال یې د لغمان والی رحمت الله یارمل سربېره، مرستیال والی پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامی، د ملکی او نظامی ادارو مسوولینو، سلګونه دینی عالمانو، قومی مشرانو، ورزشکارانو، ځوانانو، مېرمنو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.لغمان والی رحمت الله یارمل د سرتیرو ملی ورځې نمانځې راغلو ولسونو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې د ملی او امنیتی ځواکونو د ملی ورځې د نمانځنې په مراسمو کې یې له دوی سره ګډون وکړ.ده د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکه کې ټولو شهیدو شویو سرتېرو ته د الله (ج) له دربار څخه د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.نوموړی افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونه د هېواد، خاورې او ناموس اصلی ساتوونکی یاد کړل او د دوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.ښاغلی یارمل امنیتی ځواکونو ته په خطاب کې وویل: (( ستاسو دنده مقدسه او سپېڅلې ده او په دې لاره کې مو هر راز قربانی د ستاینې وړ ده))والی یارمل وویل : دا ولسونه د خپلو ملی او امنیتی ځواکونو د ملاتړ او ستاینې په موخه راټول شوی او د دوی د قربانیو ستاینه کوی.لغمان والی په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جکړې لاس واخلی او د سولې له روانې پروسې سره یوځای شی او د خپلې کورنۍ سره دې په ارامۍ کې ژوند وکړی.

نوموړی وویل : د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوی او ډاډ یې ورکړ، چې ټولو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې د قانون په چوکاټ کې رسیدګی وشی.ورپسې د ولایتی شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی وویل: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه مېړنی او د هېواد اصلی ساتوونکی دی.هغه له ټولو ولسونو وغوښتل، چې په خپلو منځونو کې سره یوځای شی، ترڅو دا هېواد جوړ شی او افغانان یو دایمی اوربند او تل پاتې سولې ته ورسېږی.بلخوا بیا قومی مشر حاجی شامرد خان او قومندان محمد آصف هوتک په خپلو خبرو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ټول ولسونه یې په کلکه ملاتړ کوی.په دې ځانګړو مراسمو کې د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو رسمی ګزشت، ورزشی نمایشونه، سرتېرو ته ویل شوې ترانې او ترنمونو سربېره د ولایت مقام له لوری د امنیتی ځواکونو رهبری او یو شمېر سرتېری په تقدیرنامو وستایل شول.د یادونې وړ ده، چې د کب نهمه د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو ملی ورځ په ټول هېواد کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترس کې نمانځل کېږی او د سرتیرو د قربانیو او سرښندنو په ویاړ پکې ځانګړی پروګرامونه ترسره کېږی. �gR�d{� 

ممکن است شما دوست داشته باشید