روزنامه هیواد

په لغمان کې [د وطن ګټو] بند لومړنۍ سروې پاى ته رسېدلې

د لغمان سیمه ییز چارواکی وایی: د وطن ګټو بند لومړنۍ سروې د دې ولایت د سېندیزې فرعی حوزې ریاست له خوا په بریالیتوب سره تر سره شوه.د لغمان سېندیزې فرعی حوزې رییس محمد شایق ساپی د معلوماتو په اساس ،چې د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې لویه پروژه ده، چې د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید، د موسمی سېلابونو کنټرول، د مځکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنې، هېوادوالو ته د کار پیدا کولو په موخه د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړېږی.یاده دې وی، د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لری؛ ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوی او د ۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ارزښت لری.د یو بل خبر له مخې، د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې.د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې تر څارنې لاندې او د اى او ایم په مالی لګښت د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې.د زنګوری او کاکڅ کانالونه او سربندونه د اوبو مدیریت، د مځکو خړوبولو او هېوادوالو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړیږی چې ۲۲ زره جریبه مځکه به خړوبوی او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه پورته کوی.په ورته مهال د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره په افغانستان کې د وروستیو تودو جګړو له امله اندیښنه ښودلې ده.دغې ادارې وېیلی، څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په شاه و عروس د اوبو او برېښنا بند په امنیتی پوستو بریدونه کړی چې په نتیجه کې یې د دغه بند د بدنې پر دېوال مرمۍ لګېدلی او زیان یې اړولی دى.چارواکی وایی: لوی بندونه او نورې عام المنفعه پروژې، ملی شتمنې او عامه تاسیسات د ټولو افغانانو مشترک مال دی، چې د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا، هېواد والو ته د کار پیدا کولو او د خلکو د کورونو په روښنایی کې مهم رول لری، چې ساتنه یې د ټولو انسانی، ملی او ایمانی وجیبه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید