روزنامه هیواد

په لغمان کې د افغان ځواکونو ننګه او ستاینه وشوه 

د لغمان د مرکز او پنځه ګونو ولسوالیو لسګونو قومی مشرانو، دینی عالمانو او ځوانانو په هېواد کې د وروستیو ترهګریزو پېښو غندنه وکړه  او له  ملی امنیتى او دفاعی ځواکونو څخه یې ملاتړ اعلام کړ.

د لیندۍ په ۱۹ مه په مهترلام ښار کې د دې ولایت د والی ښاغلی محمد آصف ننګ، د ولایتی شوراد رییس عتیق الله عبدالرحیمزی اود یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د مرکز او ولسوالیو د لسګونو قومی مشرانو، دینی عالمانو او ځوانانو له لوری د ننګرهار د هسکې مېنې او د الیشنګ ولسوالۍ د وروستیو ترهګریزو پېښو د غندنې، د امنیتی ځواکونو  د ملاتړ او د بین الافغانی مذاکراتو د پیل کېدو غوښتنه وکړه.

په پیل کې د ولایتی شورا د رییس عتیق الله عبدالرحیمزی له لوری د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه وشوه  او له  یوې ریښتینې سولې څخه یى خپل ملاتړ اعلام کړ.ده وویل: د افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ، ستاینه او قدرونه پرموږ حق ده او باید د دوی ملاتړ لکه څنګه چې شوى همداسې به یې روان ساتو.نوموړی وایی: په اوس مهال کې چې کوم پرمختګونه په بېلا بېلو برخو کې ترسره شوی دا ټول د امنیتی ځواکونو په قربانیو او، د ولسونو په مېړانه مخته تللی دی.ده په لغمان کې د ټولو پرمختګونو لامل د ولایتی ادارې سالمه رهبری او د امنیتی ځواکونو هڅې وبللې. د ولایتی شورا رییس دغه راز په دې ولایت کې تېره اوونۍ د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو پیل او پای هغه څه وبلل، چې ددې ولایت د مسوولینو د ریښتینی کار یوه برخه ده.د دینی عالمانو په استازولۍ د حج او اوقافو رییس مولوی نجیب الله هاشمی هم د هسکې مېنې او الیشنګ د وروستیو پېښو غندنه وکړه  او دا چاره یې یو نه بښونکى جنایت وباله.ده دغه راز د اسلام دمبارک دین په رڼا کې د مسلمان  د بې ګناه وژلو په اړه تفصیلی خبرې وکړې او د جګړې په زیانونو یې خلک خبر کړل.هاشمی وویل.:
(( دا چې موږ او تاسې په دې تالار کې سره راغونډشوی یو او په آزادانه فضا کې خبرې کوو دا دامنیتی ځواکونو برکت دی او زه له ټولو ولسونو څخه غوښتنه کوم چې د خپلو ملی امنیتی ځواکونو ملاتړ ترسره کړی.))مولوی نجیب الله هاشمی دغه راز په هېواد کې یوې ریښتینې سولې ته د رسېدو په برخه کې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه.بل لورته د لغمان والی ښاغلی محمد آصف ننګ په خپلو خبرو کې دا ډول غونډې او ملاتړ د افغان ځواکونو د روحیې د پیاوړتیا لپاره خورا مهمې وبللې او دوی یې د هېواد او خاورې ریښتینی اتلان یاد کړل.ده وویل: افغان ځواکونه  د خپلې خاورې، وطن او ملی نوامیسو ساتنه کوی او د دوی جګړه په حقه ده.ښاغلی ننګ دغه راز د جګړې پر زیانونو او د ټولنې پر بېلا بېلو قشرونو یې د تاثیراتو په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې.دلغمان والی وایی، هڅه کوی چې په دې ولایت کې خصوصی سکتور پیاوړی کړی او په ټولو برخو کې یې ورته لازمې آسانتیاوې هم برابرې کړی دی.په ورته مهال حاجی شامرد خان، حاجی عبدالروف، حاجی اشرف، شیخ محصل، ملک حضرت الله بمبارد، دل آغا رحمانی او مولوی سید باهر هم په خپل وار خبرې وکړې او دافغان ملی امنیتی ځواکونو هڅې یې وستایلې او له دوی څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ.دوی ټولو په خپلو خبرو کې د ننګرهار د هسکې مېنې او الیشنګ ولسوالۍ د وروستیو ترهګریزو پېښو غند نه وکړه  او له  ریښتینی سولې څخه یې حمایت وکړ.ویناوالو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او افغان ځواکونه یې وستایل چې په پوره مېړانې سره د خپلو ولسونو او خاورې ساتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید