روزنامه هیواد

په لغمان ، کونړ او میدان وردګوکې د افغانستان د ملی بیرغ ورځ ونمانځل شوه

په یادو مراسمو کې، چې د زمری پر ۷ مه ترسره شول، په کې د لغمان پر والی ښاغلی محمد اصف ننګ سربېره، د نیمروز والی سیدولی سلطان ورسره راغلی پلاوی، د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکی ادارې څخه راغلی پلاوی، مرستیال والی الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتی شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی، د ملکی او نظامی ادارو مسوولینو، مېرمنو، ځوانانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی د لغمان والی ټولو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ملی بیرغ د ورځې په نمانځلو کې ورسره برخه وال شول.نوموړی د نیمروز والی سیدولی سلطان او ورسره راغلى پلاوی څخه هم مننه وکړه، چې د دوو ولایتونو د لاښو اړیکو درلودلو په موخه یې د لغمان ولایت ته سفر کړی.ده د ملی بیرغ د ورځی پر ارزښت هر اړخیزو  خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ملی بیرغ د افغانستان ملی هویت دی.نوموړی ملی بیرغ یو عظیم نعمت یاد کړ او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې له خپل عظیم نعمت څخه په کلکه ساتنه و کړی.ښاغلی ننګ بیرغ یو معنوی ارزښت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له مادی ارزښتونو څخه د معنوی ارزښتونو قېمت لوړ دی او موږ د دې معنوی ارزښت ساتنه د سر په بدله ترسره کوو.والی ننګ له ملی امنیتی ځواکونو څخه مننه وکړه، چې تل یې د قربانیو په ورکولو سره ملی بیرغ رپانده ساتلی دی. ورپسې د ولایتی شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی وویل: که یو هېواد ملی بیرغ ونه لری هغه په نړیواله سطحه هېڅ اعتبار نه لری.نوموړی زیاته کړه، په ولسونو کې اوس ملی احساس تر پخوا ډېر شوی او له خپلو ملی ارزښتونو څخه په کلکه ساتنه کوی.ورپسې د نیمروز والی سیدولی سلطان وویل لغمان ته یې د سفر موخه د دې ولایت او نیمروز ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو ترڅنګ د یو شمېر مشترکاتو شریکول دی. ده هم د ملی بیرغ پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه ملی بیرغ د افغانستان ملی ارزښت دی.ده زیاته کړه ملی بیرغ زموږ ملی هویت دی ، افغان ولس د خپل سر په بیه له  دې ملی هویت څخه ساتنه کوی. بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیضان الله پټان هم وویل: د ملی بیرغ له برکته نن د شرق او غرب ولسونه سره په یو ټغر ناست دی. هغه له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلواکۍ ۱۰۰ مه کالیزه د ملی بیرغ د ورځې په شان په خوشحالیو سره ونمانځی.نوموړی وویل: افغان ولسونه توره ورځ په سرو وینو په زرغونه ورځ بدلوی او له  خپلو ملی ارزښتونو څخه په کلکه دفاع  کوی.د غونډې په جریان کې د پوهنې ریاست د ترانې ټیم غړیو ملی بیرغ ته ځانګړې شوې ترانه او د تیاتر ټیم خپل چمتو کړی تمثیل د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ. همدارنګه :د افغانستان د بیرغ ملی ورځ دکونړ د ولایتی چارواکو،ځوانانو،قومی مشرانو،مدنی فعالانو او امنیتی ځواکونو له لوری دستر مارش په ترسره کولو سره وتمانځل شوه. د کونړ مرستیال والی ګل محمد بیدار چې په دغه مارش کې یې ګډون کړی و د افغانستان ملی بیرغ د افغان ملت ستر ویاړ یاد کړ او له امنیتی او دفاعی ځواکونو یې مننه وکړه چې په خپلو بې سارو قربانیو یې ملی بیرغ هسک او رپانده ساتلی دی مرستیال والی وویل، چې د کونړ وطنپال او مېړنی ولسونه په پوره جوش سره د بیرغ د ملی ورځې نمانځلوته راوتلی، چې له مرکز اسعد آباده یې تر خاص کونړ ولسوالۍ مارش وکړ او د ځوانانو له لوری په ملی اتڼوڼو او د نغمو په غږولو سره دغه ویاړلې ورځ ونمانځل شوه.ښاغلی بیدار دملی بیرغ درې رنګونو ته په اشارې وویل: تور رنګ د هغو تیارو ورځو سمبول دی چې د افغانستان دښمنانو د دې هېواد د له منځه وړلو ناوړه هڅې کړی. د ملی بیرغ سور رنګ د وینې او قربانیو سمبول دی، په دې مانا چې دا وطن موږ په خپلو وینو او سرښندنو ګټلی دی او همدا راز زرغون رنګ یې دښېرازۍ او ښې راتلونکې سمبول دی.د مارش ګډونوالو ملی بیرغ ته د درناوی د مراسمو دپرځای کولو ترڅنګ دغسې برنامې د ملت سازۍ،مقدساتو او د ملی ارزښتونو د ساتلو لپاره ګټورې وبللې او په لاپراختیایی ټینګار وکړ.

دغه راز:په میدان وردګو کې د ملی بیرغ ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه، د دې ورځې په مناسبت په دې ولایت کې د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ ، چې د ملی ثبات ټولنې له خوا ۴ ورځې وړاندې په لاره اچول شوې وې د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې، بریالیو لوبغاړو ته د ملی ثبات ټولنې او د میدان وردګو ولایت د مقام له خوا مډالونه او نغدی مکافات ورکړل شول، همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د ملی ثبات د ورزشی کمېټې رییس عین الله حقبین، د میدان وردګو د کرېکټ آمرمحمد ناصر امرخیل او د ملی ثبات سلاکار شریف الله شرافت چې د یادو سیالیو لپاره یې هلې ځلې کړې وې په ستاینلیکونو وستایل شول. د یادونې وړده چې د ځوانانو له خوا د میدان ښار په کوڅو کې له ملی بیرغ سره د خلکو د علاقې د زیاتوالی په خاطر رسم ګذشت ته ورته سوله ییز حرکتونه وشول چې په وطنی
سندرو بدرګه کیدل.

ممکن است شما دوست داشته باشید