د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په لبنان کې د حکومت ضد مظاهرې چې له څو اوونیو راهیسې روانې دی، په تشدد بدلې شوې.په لبنان کې داسې گواښونه ورکول شوی، چې د روان بحران ضد روانې مظاهرې به په تشدد بدلې شی.د لبنان په بېلابېلو ښارونو کې (چې په کې بیروت هم شامل دی) مظاهره کوونکو خپل احتجاج لا زیات کړی دی. حکومت د شیعه مسلمانانو او د عیسویانو د مخالفه ډلو ترمنځ د شخړو د مخنیوی او د امنیت ساتلو لپاره پوځ ځای پر ځای کړی دی.