روزنامه هیواد

په قطر کې د سولې بین الافغانی خبروته د یو شمېر ګډونوالو هیله‌مندی

په قطر کې د کېدونکو بین الافغانی خبرو یو شمېر ګډونوال هیله مند دی ، چې دغه خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړی.د افغانستان جمهوری ریاست وایی: د سولې د هرې هغې پروسې ملاتړ کوی چې په نتیجه کې یې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شی.دغه څرګندونې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وړمه ورځ آزادۍ راډیو ته هغو بین الافغانی خبرو ته چې ټاکل شوې سبا د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل شی، په اشاره وکړې.ښاغلی صدیقی ټینګار وکړ، چې د افغان حکومت استازی به په دې غونده کې چې دوه ورځې به دوام وکړی، ګډون ونه کړی.ده وویل: هغه کسان چې دعوت شوی هم دی، هغوی به د خپلو شخصی ظرفیتونو نمایندګی کوی او هغوی په شخصی توګه د جرمنی نهاد له خوا دعوت شوی ، افغان حکومت به ګډون نه لری او موږ به وګورو چې د دې غونډې نتایج به څه وی او کوم موارد به هلته مطرح کېږی. د ولسمشر ویاند دغه راز په قطر کې د امریکایی پلاوی او د طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه چې په کې د لوی پرمختګ خبرونه ورکول کېږی وویل: د افغان حکومت د قضیې مهم اړخ دی او همدغه حکومت دی ، چې د سولې یوه احتمالی موافقه به عملی کوی، نو د دغو خبرو نتیجه به هله موثره وی، چې طالبان د نړیوالو له خوا او زموږ د متحدینو له خوا وهڅول شی، تر څو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړی.په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د اووم دور خبرو ترڅنګ د دغې بلې غونډې د جوړېدو اعلام څو ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمنی ځانګړی استازی مارکوس پوتزل وکړ او ویې ویل، چې د دې غونډې چې جرمنی او قطر یې په ګډه جوړوی، ګډونوال به یې په انفرادی توګه په کې برخه اخلی.هغه دا غونډه په افغانستان کې د سولې لپاره او هم د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو لپاره مهمه وبلله. تر دې مخکې مسکو د دا ډول دوو غونډو کوربه و، چې په کې د افغانستان یو شمېر پېژندل شویو سیاسی څېرو ترڅنګ، د طالبانو د قطر د دفتر یو شمېر غړو په کې ګډون کړى و.تر اوسه د دې کومه نښه نښانه نه ده لیدل شوې ، چې دغو غونډو دې د سولې د پروسې له پیاوړی کېدو سره کومه مرسته کړې وی، اوس پوښتنه دا ده چې د قطر دا غونډه به له پخوانیو هغو سره څه توپیر ولری، د افغانستان د سولې د شورا مرستیال مولوی عطاالرحمن سلیم چې ورته په دې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وایی: هیله مند یم چې هلته د اعتماد فضا رامنځته شی او د هغې لارې وسنجول شی او هغه لارې جوتې شی،  چې په نتیجه کې یې موږ اصلی او رسمی مذاکراتو ته رسېږو. د دې غونډې تنظیموونکو یې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نه دی ویلی، خو یو شمېر سرچینو د شااوخوا شپېتو کسانو خبره کړې چې په دې غونډه کې به ګډون کوی.طالبانو هم له خپل لوری په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلى. دغه غونډه بل سبا داسې مهال پیلېږی چې په دوحه کې د امریکایی پلاوی او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې چې پرون یې شپږمه ورځ وه، بې نتیجې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې نن ( شنبه ) له سره پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید