روزنامه هیواد

په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو څرنګوالى!

په قطر کې د افغانستان د سولې په پلمه د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ خبرې تودې شوې، خو لا هم دا خبرې د پردې تر شا روانې دی، ویل کېږی، چې دا ځل طالبانو په قطر کې په افغانستان کې د ناټو له عمومی قوماندان ساټ مېلر او خلیلزاد سره بیا هم لیدلی دی، په همداسې حال کې د مرکزی او جنوبی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته مرستیاله الېس وېلز پاکستان ته تللې او رسنیو د هغې دا سفر ډېر مهم بللى دى. رسنیو د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالی توافق موضوع د دې لوړپوړې امریکایۍ ډیپلوماتې او پاکستانی چارواکو ترمنځ د خبرو یوه موضوع بللې ده. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم له امریکا قطر ته تللى و او له طالب استازیو سره یې کتلی وو، په همداسې حال کې خبرونه ورکړل شوی، چې ګنې د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالی تړون، په افغانستان کې د امریکا لپاره د طالبانو له خوا د یوې اډې د نه ورکولو له امله ځنډول شوى دى. که دې ټولو ته ښه ځیر شو، نو دا په ډاګه کوی، چې د قطر خبرې او په کې ښکېل لوری لکه قطر، پاکستان او امریکا د سولې لپاره نه،بلکې د خپلو ونډو او پر افغانستان د معاملې لپاره روانې دی، د طالبانو په نامه استازی هم په افغانستان کې د ښکېلو لوبغاړیو لکه پاکستان، روسیې، چین، ایران او آن برېټانیې استازولی کوی، چې پر افغانستان یې چڼې روانې دی او له همدې امله دا خبرې د سولې لپاره نه دی، هغه سوله ،چې افغانان ورته هیله لری. په اصل کې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتی او دفاعی او همدا رنګه له ناټو سره د بل امنیتی تړون قانونی معاملې لری او دا تړونونه باید دولت په دولت سره وشاربل شی او په اړه یې که هر تصمیم نیول کېږی، نو له افغان حکومت سره به پرې خبرې کېږی، له امریکا سره د ستراتیژیک، امنیتی او دفاعی تړونونو پر بنسټ افغان حکومت د خپل ولس له خوا د لویې جرګې له پرېکړو سره سم منلې، چې هغوى به په افغانستان کې یوه نه، بلکې نهه اډې ولری، د دغو اډو پر سر هم هر تصمیم باید امریکا له افغان حکومت سره ونیسی او یا له سره پرې کتنه وکړی، نه له طالبانو سره! همدا رنګه داسې هم ویل کېږی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی امریکا ته په وروستی سفر کې په دې اړه خبرې کړې او له امریکایی چارواکو سره یې له افغانستانه د هغوى د ځواکونو د ایستلو د څرنګوالی پر سر خبرې کړې دی!؟ یعنې اوس هم پر افغانستان هر تصمیم بل څوک نیسی او یا خو په دې اړه غونډې جوړوی. په همداسې حالت کې د افغانستان د حکومت دریځ باید پیاوړى او مهم واى، خو ایله د افغان حکومت له خوا دا ویل شوی، چې د سولې لپاره دې بین الافغانی خبرې وشی او که طالبان سولې ته تمایل لری، نو لومړى دې اوربند وکړی! خو دا دریځ بسنه نه کوی، افغان حکومت باید په روانو منډو ترړو کې ورښکېل شی او هر چا ته دې اجازه نه ورکوی، چې د هېواد پر برخلیک یې تصمیم ونیسی او یا دې له ځپل کېدونکې یاغی طالب ډلې سره پر مهمو تصامیمو پرېکړې وشی! د دې لپاره د افغانستان بهرنى سیاست ډېر مهم دى او په تېره بیا د سولې په چارو کې  د دولت وزارت باید دا مسئله وڅاری او کنټرول یې کړی. د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی پلاوى له افغان حکومت سره د ستراتیژیک، امنیتی او دفاعی شریک په توګه باید ټول حالات او روانې چارې په پام کې ونیسی، له دې پرته د سولې تر نامه لاندې، پټې معاملې هېڅ د سولې لپاره کومه پایله نه شی ورکولى!

ممکن است شما دوست داشته باشید