روزنامه هیواد

په قبایلی سیمو کې پاکستانی ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځ ویلی، ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلی ضلعې شمالی وزیرستان کې د کرښې له افغان لوری ترهګرو برید کړی او شپږ پاکستانی پوځیان پکې وژل شوی او دوېم برید د بلوچستان صوبې په اواران علاقه کې شوی چې څلور سرتېری یې وژلی دی.

د پاکستان پوځ ویلی د شمالی وزیرستان په ګربز علاقه کې له افغان غاړې ترهګرو برید کړی او په ګزمه بوخت پوځیان یې په نخښه کړی دی. د پوځی بیان له مخې په وژل شویو سرتېرو کې یو حوالدار خالد،سپاهی نوید، سپاهی بچل، سپاهی علی رضا، سپاهی مریزه بابر او سپاهی احسن شامل دی.

پوځ د یادې پېښې په اړوند نور مالومات نه دی شریک کړی. خو د پاکستانی طالبانو ویاند محمد خراسانی ادعا کړې چې د جنوبی وزیرستان د مکین تحصیل په سپین کمر سیمه کې یې په پوځ برید کړی او اووه پوځی سرتېری یې وژلی دی.

خو بله خوا د حزب الاحرار ډلې ویاند عزیز یوسفزی هم د یاد برید زمه واری منلې ده. په بلوچستان کې د دې پېښې په اړوند پوځ ویلی چې د بلوچستان په اواران سیمه کې په ترهګر برید کې څلور سرتېری وژل شوی دی.پوځ د وژل شویو سرتېرو پېژندګلوی د کپټن عاقب، سپاهی نادر، سپاهی عاطف الطاف او سپاهی حفیظ الله په نومونو کړې ده.د شمالی وزیرستان د پېښې په اړوند امنیتی سرچینې وایی دغه برید چې پوځی سرتېری پکې وژل شوی دا علاقه د شمالی وزیرستان مانا بادم شاه د شوال تحصیل سیمه ده او د شمالی وزیرستان له مرکز میران څخه ۷۰ کلومیټره سوېل لوېدیځ پلو د افغانستان کرښې ته جوخته پرته ده.

د شوال تحصیل ځینې پولې د افغانستان د پکتیکا او ځینې بیا د جنوبی وزیرستان د بېرمل او مکین تحصیل سره لګېدلی دی.په شمالی وزیرستان کې  د۲۰۱۴م کال په نیمایی کې د پېل کړیو شوی ضرب غضب عملیاتو نه نږدې دوه کاله وروسته پوځ ادعا کړې وه چې دغه علاقه د وسله والو څخه پاکه شوه.

پوځ د یادې علاقې پاکول غټه کامیابی بللې وه او ویلی یې وو دغه علاقه د چلغوزیو مرکز و او طالب وسله والو به له دغې چلغوزیو خپل اکملات پوره کول.

د ځایی خلکو په وینا له دې علاقې نه کډه شوی خلک تراوسه پورې بېرته نه دی ستانه شوی او وخت په وخت دغه خبره کوی چې هر کال د دوى د چلغوزیو فصل تباه کېږی او د میلیونونو روپو تاوان وراوړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید