روزنامه هیواد

په فراه کې د امریکا (( ځانګړی روزنیز  ځواکونه )) ځاى پر ځاى شوی

د افغانستان ددفاع وزارت وایی، چې په فراه ولایت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ځاى پر ځاى شوې ده.د دغه وزارت د مطبوعاتو د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش امریکا غږ – آشنا ته ویلی: د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه ډله، په فراه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې دافغان پوځ سرتېرو ته روزنه او سلا مشورې ورکوی.د جنرال رادمنش په وینا، دغه امریکایی ځواکونه په فراه ولایت کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوی.ده زیاته کړه : (( دوى تللی چې د فراه ولایت په تعلیمی مرکز کې زموږ دفاعی ځواکونو ته لازیاته پوهنه او روزنه ورکړی او هغه تجهیزات چې تازه د ۲۰۷ قول اردو دویمې لوا ته ورکړل شوی ، د هغو په اړه یو لړ درسونه چې لازمی دی، هغه پرمخ بوزی.))ښاغلی رادمنش همداشان وویل، چې دغه امریکایی ځواکونه به د بلوک، ټولی، کنډک او لوا په کچه هم د پوځ قوماندانانو ته چې په قرارګاه کې دننه فعالیت کوی، روزنې او مشورې ورکړی.د جنرال رادمنش په وینا، د امریکایی ځواکونو دغه ځانګړې ډله په فراه کې جګړه‌ییز فعالیتونه نه کوی او د جګړې پر مهال یواځې د سلاکارۍ مسوولیت لری.د افغانستان او سویلی آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلام وروسته، دا د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ده، چې په فراه ولایت کې ځاى پر ځاى کېږی.سیمه‌ییزو چارواکو هم تائید کړې، چې وړمه شپه ځانګړی امریکایی ځواکونه د فراه ولایت په هوایی ډګر کې ځاى پر ځاى شوی دی.د ظفر ۲۰۷ قول اردو ویلی، چې دغه ځواکونو به د تروریستی ډلو د ځپلو په عملیاتو کې هم برخه واخلی.فراه د افغانستان په لوېدیځ کې له ایران سره پولې ته څېرمه پروت ناامنه ولایت دى او وسله‌وال طالبان په کې پراخ حضور او فعالیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید