روزنامه هیواد

په فرانسه کې د افغان کډوالو بې برخلیکه ژوند

د جون ۲۰مه ،چې د کډوالو نړیواله ورځ وه  پر داسې مهال ونمانځل شوه، چې په نړۍ کې نږدې ۷۰ میلیونه انسانان په کډوالۍ کې ژوند کوی. د دې کډوالو تر نیمایی ډېر یې د سوریې، افغانستان،‌سویلی سوډان، میانمار او سومالیا اوسېدونکی دی.ځینې افغان کډوال بیا په فرانسه کې د خپل ژوند برخلیک ته کلونه شمېرې چې شمېر یې تر زرګونو کسانو رسېږی.د فرانسې د کډوالو او تابعیت دوګړو د ساتنې ادارې یا (اوفی ) رسمې شمېرې ښیی چې تېر کال په هغو کسانو کې چې له یادې ادارې سره یې د پناه رسمې غوښتنې ثبت کړې ، تر ټولو ډېر یې افغانان دی چې د ټولو کډوالو نږدې ۲۰ سلنه کېږی.خو ځینې هغه افغانان چې په فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دی، کلونه – کلونه بې برخلیکه دی.ننګیالى هغه افغان دی، چې له څلورو کلونو راهیسې په اروپا کې بې برخلیکه دی. هغه اوس د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د کډوالو په کمپ کې له کړاوه ډک ژوند تېروی.د پلازمینې پاریس شمالی برخه کې د پورت دو لا ویلت  کمپ کې مې ګڼ داسې افغانان ولېدل، چې په کوچنیو کېږدیو کې یې خورا سخت ژوند تېراوه.هغوی چې د سړک تر غاړې پراته وو، آن ښځې او ماشومان هم په کې لېدل کېدل.ننګیالى له اتریشه دوه ځلې فرانسې ته راغلى و، خو دواړه ځله یې فرانسې د پناه غوښتنه و نه منله او اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی.او وایی: ((په ۲۰۱۵ م کال کې مې په اتریش کې د پناه غوښتنه و نه منل شوه، فرانسې ته راغلم او ۸ میاشتې په فرانسه کې پاتې شوم له هغه وروسته بیرته د فرانسې له خوا اتریش ته واستول شوم، دوه کاله مې هلته تېر کړل، خو بیا هم زما د پناه غوښتنه و نه منل شوه. اوس له ۲۰۱۹ م کال راهیسې دلته پاریس کې پروت یم ، خو د پولیسو له خوا بیاهم امر شوی چې باید اتریش ته بیرته وګرځم.))د ننګیالی په څېر زرګونه افغانان په فرانسه کې بې برخلیکه دی او همدې نا څرګند حالت یې ژوند لا تریخ کړی دی.فرانسې ته ګڼ شمېر هغه بې برخلیکه کډوال له نورو اروپایی هېوادونو راځی ، چې په عامه اصطلاح ورته (( ډوبلینی کډوال)) ویل کېږی.ډوبلینی کډوال هغه بلل کېږی چې لومړی یې په یو بل اروپایی هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وې، یا یې ګوتې لګول شوې وی خو پناه یې نه وی منل شوې.

د ډوبلین اصولو له مخې: فرانسه له قانونی پلوه د دې اجازه لری هغه کډوال هغو هېوادونو ته بیرته واستوی ، چې هلته یی لومړی د پناه اخېستو په موخه د ګوتو نښې ثبت شوې وی.د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې ، تېر کال څه باندې ۱۲۲ زره کډوالوپه دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې ۳۲ سلنه یې د ډوبلین قانون کې راتلل.صحبت خان هم یو له هغو افغان کډوالو دی، چې څلور کاله مخکې د افغانستان له جګړو تښتیدلی او د ډوبلین قانون له امله له دوو کلونو راهیسې په پاریس کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی: ((مځکې مو خرڅې کړې، پیسې مو قرض کړې او په سختیو دلته راورسېدو، اوس دلته یو کال کېږی چې له کوره یی ایستلی یم او ترخیمې لاندې د سړک پر غاړه ژوند تېروم.))په فرانسه کې چې ژمی په کې یخنی او اوړی په کې بارانونه ډېر وی، د خېمو ژوند په کې له ډېرو ستونزو ډک دی.وروسته له هغه چې د فرانسې حکومت په فرانسه کې د کلې په نامه مشهور کمپ وتاړه، ډېر کډوال برېتانیا ته د تلو په تمه په ځنګلونو کې شپې تېروې.

په ځنګلونو کې د خوړو او درملو د نشتوالی له امله ځېنو ته جدی ناروغۍ هم پیدا شوې.د فرانسې په ځېنو کمپونو کې مې داسې افغانان هم ولېدل، چې برېتانیا ته په قاچاقی ډول د اوښتو لپاره یې میاشتې میاشتې په ځنګلونو کې تېرې کړې.کډوالو چې تر ډېره په لویو لاریو کې له فرانسې برېتانیا ته اوړی، ځینې وخت خپل منځی نښتې هم کوی چې مرګ ژوبله هم لری.په همدې ډول نښتو کې تېر او وړم کال ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه په.۲۰۱۶ م کال کې افغان حکومت له اروپایی ټولنې سره د کډوالۍ په برخه کې یو ګډ سند لاسلیک کړ چې له مخې به یی هغه افغانان چې په اروپایی هېوادونو کې د پناه اخیستلو شرایط نه پوره کوی باید بېرته افغانستان ته واستول شی.هغه افغانان چې اوس په فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دی او وطن ته هم له وېرې نه شی تلای، د ډانګ او پړانګ ترمنځ ژوند تېروې چې له ډېرو کړاونو ډک دی.  ریاض احمد میا خېل

ممکن است شما دوست داشته باشید