روزنامه هیواد

په غزنی کې څلورکسه د تروریستی فعالیتونو په تړاو نیول شوی

په غزنی کې د ملی امنیت منسوبینو د بېلابېلو عملیاتونو په ترڅ کې څلور کسه د تروریستی کړنو او فعالیتونو په تړاو نیولی دی.نیول شوی کسان هر یو همایون مشهور په مایک د سید آباد ولسوالۍ د سالار اوسیدونکی، لعل محمد د پکتیکا ولایت د ښرنی اړوند د ملکان کلی اوسیدونکی، سید حبیب الرحمن د غزنی ولایت د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ کلی اوسیدونکی او عبدالرؤف د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د سلام ګوډل اوسیدونکی دی.نیول شویو کسانو د غزنی ولایت د مرکز په اړوندو کې تروریستی فعالیتونه لکه د ماینونو ښودل، د امنیتی منسوبینو ترور، وسله والو ته د ځینو دولتی کارکوونکو په تړاو د معلوماتو ورکول، د طالبانو په ګټه تبلیغ، د وسله والو لیکو ته د کسانو جلب او جذب ترسره کاوه.یاد کسان د غزنی ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اپراتیفی معلوماتو پر بنسټ نیول شوی چې ټول یې پر خپلو جرایمو اعتراف لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید