روزنامه هیواد

په غزنی کې په لومړی ځل ۷۵۰ سړې خونې جوړیږی

په غزنی کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنی او وچولو لپاره د ۷۵۰ سړو خونو او کشمش خانو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چی دا ټولې رغنیزی چارې به په دوو میاشتو کی بشپړی او ګټی اخیستنی ته وسپارل شی.د غزنی والی وحیدالله کلیمزی له دویچه وله سره په خبرو کې ویلی چې د دغو ۷۵۰ پروژو له ډلی څخه یې ۴۰۰ کشمش خانی دی چې هره یوه یی ۱۶ مټریک ټنه، ۲۵۰ بابه د کچالو سړی خونی چې هره یوه یې د ۱۰ مټریک ټنه، ۸۰ بابه یی د پیازو سړی خونی چې هره یوه یې د ۵ مټریک ټنه او ۲۰ بابه د مڼو سړی خونی دی چې هره یوه یی د ۲۵ مټریک ټنه ظرفیت لری.ښاغلی کلیمزی دغه راز زیاته کړه، چې دمګړۍ به د کرنی او انجنیری پوهنځیو ۱۶۰ فارغینو ته د دغو پروژو د رغېدو په دوره کې د کار لنډ مهاله زمینه او ۹۵۰۰ کسانو ته په کې د کار اوږد مهاله زمینه برابره شی.بل خوا په غزنی ولایت کې بزګران د کرنیزو محصولاتو د نه خرڅلاو له کبله شکایتونه لری. په همدې حال کې ځینې ځوانان چې د کرنی پوهنځی څخه فارغ شوی په سلګونه شنې خونی یې جوړی کړی او ډول ډول سابه ېې په کې کرلی ، خو اوس له دې کبله اندېښمند دی ، چې کرنیز محصولات یې په سمه بیه نه پلوریږی.محمد یعقوب چې دغزنی ولایت له کرنی پوهنځی څخه فارغ شوی وایې،چې  پنځلس شنې خونې یې جوړی کړی چې بادرنګ، کدو، رومی بانجان، پیاز او نور سابه یې په کې کرلی دی. نوموړی وایی: (( زموږ حاصلات ښه دی، خو د خرڅولو لپاره ورته بازار نه شته، که هره ورځ دغه کرل شوی سابه وشکوو نو نه خرڅېږی او که بوټو کې پاتی وی ، نو هغه ټول خرابیږی.))دغه ځوان زیاتوی، چې که دولت سړی خونی جوړی کړی نو موږ به دې ته اړ نه شو چې له بهرنیو هېوادونو څخه سابه او میوې راوړو، همدغه خپل محصولات به د اړتیا پر وخت بازارونه ته وړاندې کړو، خو ځینې مدنی فعالان بیا په کلکه له دولت څخه د څارنی غوښتونکی دی او وایې، چې که په بشپړ او بسنټیز ډول سړی خونې او یا ممیز خونې جوړی شی ، نو د بزرګرو ستونزی به هوارې شی.  بشېر الله چې د غزنی مدنی فعال دی، په دې اړه وایی: (( که دغه پروژې په اساسی ډول جوړی شی ، نو خلکو ته به د کار زمینه برابره شی او د بزګرانو کرنیز محصولات به هم په ښه بیه بازارونو کې وپیرل او وپلورل شی نو موږ له حکومت څخه د نظارت غوښتونکی یو.))د غزنی والی وحیدالله کلیمزی خلکو ته ډاډ ورکوی، چې دغه پروژې به په ښه توګه بشپړې شی او په خبره یې د دغو سړو او ممیز خونو په رغولو سره به نور بزګر او باغداران وکولای شی خپل محصولات تر مناسب وخت پوری وساتی او بازار ته یی په ښه بیه وړاندی کړی او یا هم خپل انګور په ښه توګه وچ او له خوسا کېدو څخه یی مخنیوی وشی، چې له دی سره به بزګر او باغداران ښه عواید ترلاسه او د کرنی سکتور به وده وکړی.د غزنی د ولایتی شورا رییس نصیر احمد فقیری د دغو پروژو له رغېدو څخه خوښی څرګنده کړې او هغه یی د دی ولایت د کرنی سکتور په وده، له بزګرانو څخه د ملاتړ او د دی ولایت په اقتصادی وده کی اغیزمن وباللې او د دغه راز نورو پروژو د منظورۍ او پلی کېدو هیله یی څرګنده کړه.د کرنی ریاست مشر وویل ،چې له اړتیا سره سم یی هری سیمی ته د هماغه سیمی محصولاتو ته په کتو سړی خونی او ممیز خونې په پام کی نیولی دی: (( هره ولسوالۍ کې چی د کچالو محصولات دی د کچالو سړی خونی او هر ځای چې د مڼو محصولات دی هلته مڼو ته ځانګړې سړی خونی او په  هر ځای کې چې د انګورو محصولات لرو هلته کشمش خانی رغول کیږی چی له مخکی یی سروی ترسره شوې ده.))                  محمد میرویس اسلمى، غزنی

ممکن است شما دوست داشته باشید