روزنامه هیواد

په غزنی کې مېرمنې په دولتی ادارو کې په دندو له ګمارنې خوشحاله دی

د غزنی ځینې ښځینه اوسېدونکې وایی: خوشحاله دی ،چې په دا وروستیو کې په دولتی ادارو، نړیوالو موسسو او ځینو نورو ځایونو کې د نارینو ترڅنګ پر دندو د ښځو په ګومارنه کې زیاتوالی راغلی دی.دوی وایی: له دې سره په دغه ولایت کې د ښځو په اقتصادی، روغتیایی، ټولنیزو او دهغوى په نور وضعیت کې ښه والی راتلی شی.دا په داسې حال کې ده ، چې په غزنی کې له تېرو دوو میاشتو راهیسی ۱۰۰۰ ښځینه کارکوونکې په دولتی او غیر دولتی ادارو کې استخدام شوې.نبیله چې په غزنی کې یې د معارف په برخه کې نوې دنده پیل کړې، آزادۍ راډیو ته ویلی: (( په دغو تېرو دوو میاشتو کې چې په غزنی کې زر مېرمنې په دولتی او غیر دولتی ادارو کې پر دندو ګومارل شوی، دا ډېر د خوشبختۍ او خوشحالۍ ځای دی، تر دې وړاندې به زموږ ډېری خویندې له پوهنتونونو فارغېدې، خو بیا به بې دندې ګرځېدې، خو دغه دوه میاشتې کېږی چې په لوړ شمېر مېرمنې په دندو ګمارل شوې دی چې دا زموږ لپاره ډېر د ډاډ وړ کار دی))ناجیه چې د کرنې په برخه کې یې کار پیل کړی وایی: (( زر مېرمنې چې نوې پر دندو ګمارل شوې، دا د ښځو لپاره د دغه وخت تر ټولو ښه او په زړه پورې خبره ده، له دې سره به په دولتی ادارو کې د ښځو په اقتصادی، روغتیایی، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت کې ښه والی راشی.)) د غزنی چارواکی وایی: سیمه ییزه اداره په دولتی ادارو کې د جندر د اصل تطبیق او د ښځو ګډون ته ژمنه ده. دوی وایی: عملی هڅه دا ده، څو له قانون سره سم په دولتی او غیر دولتی ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه او حضور زیات شی اود چارو په سمون او غوره پر مختګ کې د ښځو له تخصص، تجربو، وړتیاوو او ابتکاراتو څخه لازمه استفاده وشی.د غزنی والی وایی: په ادارو کې د ښځو دغه پراخ حضور په غزنی کې ښځو ته د یو ښه او خوندی کاری چاپېریال د شتون، د استخدام په پروسه کې د شفافیت، د جندر اصل ته د ځایی ادارې د ژمنتیا او غوره عملی ملاتړ څرګندونه کوی.

د غزنی والی وحیدالله کلیمزی په دې اړه په خبری غونډه کې وویل:

(( له مراجعینو سره د ښځینه کارکوونکو عاطفی چلند، په اداری فساد کې یې نه ښکېلتیا، دندې، ولس او هېواد ته یې ژمنتیا کولاى شی چې د ادارو چارې چټکې، ولس ته د خدمتونو کچه لوړه او پر دولت د ولس اعتماد زیات او شته فاصلې راکمې کړی.))

دوی وایی: په تېرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې په دولتی او غیر دولتی ادارو کې شااوخوا زر تنه ښځینه کارکوونکې رسمی او قرار دادی بستونو ته جذب شوې چې له ډلې یې ۱۰۳ ښځې د ښوونکو، د ښوونځیو امریتونو او مدیریتونو، د دارالمعلمین ریاست او ۱۱ کسه د بېلابېلو ادارو څلورمو او پنځمو بستونو ته۷۰۰ د ښوونکو حق الزحمه او ۲۰۰ د روغتیا، کرنې او په نورو برخو کې د اړوندو دولتی ادارو او همکارو موسسو له خوا قراردادی بستونو ته استخدام
شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید