روزنامه هیواد

په غزنی کې د ماین په چاودنه کې ۷ ماشومان وژل شوی

په غزنی کې، چې ورڅخه هره ورځ په جګړو کې د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کېږی وړمه ورځ د ماین چاودنې ۷ ماشومان ووژل او ۲ نورې ژوبل کړل. د غزنی د والی ویندوی عارف نوری وایی: چاودنه د غزنی ولایت مرکز غزنی ښار ته نږدې په عمومی سړک هغه مهال وشوه چې ماشومان د لوبو په ترڅ کې پر ماین وختل.ده زیاته کړه : ((دا ماین وسله والو طالبانو پر عمومی سړک امنیتی ځواکونو ته ایښی و.))طالبان عموماً پر لویو لارو ماینونه ږدی ،چې له کبله یې ډېر ځلې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړی.د غزنی د ولایتی شورا یو غړی امان الله کامرانی وایی چې وژل شویو ماشومانو د ۴ او ۷ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او څلور یې د یوې کورنۍ وو.تېره میاشت په لوګر ولایت کې ۷ ماشومان ووژل شول او ۱۰ نور په لغمان کې د هاوان د ناچاودلې ګولۍ د چاودنې په نتیجه کې ژوبل شول.

د ملګروملتو د راپور پر اساس په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې د ۹۰۰ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکیان ووژل شول او ۷۰۰ نور ژوبل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید