روزنامه هیواد

په غزنی کې د سرې مىاشتې د مرستو  وېش دوام لری

په غزنی کې د افغان سرې مىاشتې ټولنې له لوری د وروستۍ جګړې په دوو زرو  هغه کورنىو د مرستو د وېش لړۍ دوام لری چې کورونه ىې نړېدلی او ىا ىې هم د کور غړی شهیدان شوی او ټپىان شوی دی.په غزنی کې د افغان سرې مىاشتې ټولنې رىاست ته د اختر په لومړۍ ورځ هم د ځىنو مرستو د ترلاسه کولو په موخه ډېرى سړی، ښځې او ماشومان راغونډ شوی دی. دوى له هغه کورنىو سره تړاو لری ، چې په دغه ځاى کې په وروستۍ جګړه کې ىې د کور غړی وژل شوی، ټپىان شوی او ىا ىې هم کورونه نړېدلی دی، آزادۍ راډىو ته ىې ووىل ،چې ىوازې په دې خبر دی چې نور، نو خپلو مجبورپتونو پر مخه کړی دی.د افغان سرې مىاشې ټولنه په غزنی کې له څو ورځو د جګړه ځپلو کورنىو سره د مرستې په وېشلو بوخت ده.د ىادې ټولنې رییس عبدالعلىم نوری وایی: د وروستۍ جګړې له دوو زرو متاثره شوىو کورنىو سره د شپږ قلمه خوراکی توکو مرسته کوی،

اختر، کورنۍ او خپلو ماشومانو ته ىې شاه کړې ده.که په غزنی کې د افغان سرې مىاشتې د مرستې د وېش لپاره د غزنی ترڅنګ له کابل، لوګر، مىدان وردګو، پکتىا، پکتىکا او ځىنو نورو ولاىتونو څخه هم د دغه ټولنې کارکوونکو د مرستې د وېشلو په موخه راغلی نو وایی: خوشحاله دی چې د خپلو هېوادوالو په خدمت بوخت دی.په غزنی کې د افغان سرې مىاشتې ټولنې له لوری دغه خوراکی مرستې له هغه وروسته پر جګړه ځپلو او زىانمنو کورنىو وېشل کېږی چې دوې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر غزنی ښار له څلورو لورو څخه برىد وکړ چې په خپله طالبانو، امنىتی سرتېرو او ولسی خلکو ته په کې د سختې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ډېرى کورنۍ د کورونو د نړېدو له امله بې ځاىه شوی.

د یوبل خبرله مخې: دافغان سرې میاشتې ټولنې  دغزنی د څو ورځنیو جګړو له مصیبت ځپلو  کسانو سره  د خپلو بشر دوستانه مرستو دویم کاروان  دغه ولایت ته ولېږه  په دې پړاو کې  ټاکل شوې ده د جګړو له امله په  دوه زره مصیبت ځپلو کورنیو خوراکی توکی  وویشل شی .   دافغانی سرې میاشتې  عالی ټولنې  دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلی ، چې  دبشر دوستانه  مرستو دویم کاروان یې له دې وړاندې  غزنی ته ورسېد او د جګړو له امله  په زیانمنوشویو کسانو دخوراکی توکو دوېش بهیر پیل شوى دى .  په خبرپاڼه  ویل شوی ،   چې په دې پړا وکې به  په غزنی ښار کې د جګړو له امله  له  دوو زرو زیانمنو شویو کورنیو سره  مرسته وشی .  دافغانی سرې میاشتې عالی ټولنې ټیک له یرغلګرو طالبانو څخه دغزنی ښار  له پاکولو وروسته  په خپلو بشر دوستانه مرستو بار  کاروان  دغه ښار ته  ولېږه او له جګړې ځپلو سره یې مرسته وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید