روزنامه هیواد

(( په عمان خلیج کې پر کښتۍ چاودنه کې ایران لاس لری ))

د اسرائیلو دفاع وزیر بنی ګنځ وایی: په عمان خلیج کې د اسرائیلو پر اړوندې بار وړونکې کښتۍ د تېرې پنجشنبې په چاودنه کې احتمالاً ایران لاس لری.دغه کښتۍ د سعودی عربستان له دمام بندره د سنګاپور پر لوری روانه وه ، چې ورباندې چاودنه وشوه.د اسرائیلو دفاع وزیر بنی ګنځ د اسرائیلو دولتی تلوېزیون ته ویلی: (( ایران ته د کښتۍ د موقعیت نږدېوالی، دا باور زیاتوی، چې ایران مسوول دی، خو دا خبر بیا هم کره کېدو ته اړتیا لری.))ایران په نوومبر میاشت کې د خپل اټومی ساینسپوه په وژنه کې اسرائیلو دخیل بللی و او د غچ اخېستو خبره یې کړې وه.د اسرائیلو دفاع وزیر وویل: دا څرګنده ده ،چې ایران هڅه کوی د اسرائیل زېربناګانې او وګړی په نښه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید