روزنامه هیواد

په شمال کې پر سترو سترو پانګونو نیوکې د څه لپاره!؟

د افغانستان په شمال کې د کانونو د را ایستلو لپاره افغان حکومت لاس په کار شوى دى، په بدخشان ولایت کې د سرو زرو او د بلخاب د مسو دکانونو د را ایستلو تړونونه یې لاسلیک کړی دی، دا تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیرې او د دوو بهرنیو شرکتونو ترمنځ په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول. دا د سرو زرو او د مسو دکانونو تړونونه له امریکایی شرکتونو سره نه ، بلکې له انګلیسی شرکتونو سره لاسلیک شوی دی، خو په دې اړه سخت غبرګونونه را پارېدلی دی، څوک دا تړونونه غیر قانونی او څوک یې بیا د افغان حکومت له خوا په خپل سر اقدام بولی، په داسې حال کې، چې یوې امریکایی خصوصی کمپنۍ بلک واټر په افغانستان کې د جګړې د خصوصی کولو لپاره غوښتنې کړې او ویلی یې دی ،چې ګنې د دې جګړې تمویل به هم د افغانستان له کانونو کوی، نو په دغه راز حالت کې د دغو تړونونو پرضد سخت حساسیتونه را پورته شوی دی. د افغانستان له کانونو څخه د جګړې د تمویل او د خصوصی کولو په اړه د روڼوالی د څار بنسټ او یو شمېر مدنی ټولنو د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایی ،چې په هېڅ صورت د افغانستان له کانونو د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره ګټه نه اخیستل کېږی. د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د یکشنبې په ورځ وویل ،چې په دې اړه د حکومت پرېکړه واضح ده او نه غواړی چې د افغانستان جګړه خصوصی شی.نوموړې زیاته کړه:  (( دوی وایی هوکړه په دې شوې ، چې د افغانستان کانونه ورکول کېږی او له پیسو یې جګړه تمویلېږی، په دې برخه کې د حکومت تصمیم واضح دى، په دې اړه د امنیت شورا غونډه وشوه او په کې په ښکاره وویل شول، چې نه غواړی د افغانستان جنګ خصوصی شی، موږ پخوا هم ویلی اوس بیا وایوو، چې د افغانستان له کانونو په هېڅ صورت د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره استفاده نه کېږی.)) آغلې نهان وایی: د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او د مسو دکانونو تړونونه له امریکایی شرکتونو سره نه ، بلکې له انګلیسی شرکتونو سره شوی دی،خو د افغانستان د روڼوالی یا شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلی د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د تړونونو او جګړې د خصوصی کولو په تړاو د مدنی ټولنو غونډې ته وویل: ((د افغانستان د طبیعی زېرمو د جګړې د تمویل په اړه کوم بحثونه چې په نړیواله ټولنه او د افغانستان په حکومت کې روان دی، ورته د منلو وړ نه دی. نړیوال دې یو ځل بیا په دې موضوع له سره غور وکړی ، ځکه افغان ولس په هېڅ صورت چاته دا اجازه نه ورکوی ،چې د دوی له طبیعی سرچینو څخه دې د جګړې د تمویل لپاره استفاده وکړی.)) که څه هم د افغانستان د روڼوالی د څار بنسټ او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړونونه غیر قانونی بولی، خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وایی، چې یاد تړونونه له قانونی اړخه کومه ستونزه نه لری او ټول اړین مراحل یې بشپړ کړی دی. په اصل کې کانونه د افغانستان ملی زېرمې دی، د دغو زېرمو را ایستل او ترې ګټه پورته کول، د افغان ولس حق دى او دا د افغانانو مال دى، نو افغان حکومت هم د ولس په خوښه د دې زېرمو د را ایستلو او پر ثروت بدلولو هلې ځلې کوی، هر تړون به ولس ته روښانه وی، مدنی ټولنې او څار بنسټونه به یې د را ایستلو او د ترې ترلاسه کېدونکو مدنی موادو څار کوی، دا روښانه مسئله ده او له نېکه مرغه ولسمشر غنی د دې لپاره پراخ پلانونه لری. د همدغو پلانونو له مخې د کانونو پر را ایستلو کار کېږی. دا چې د شمال د دوو یادو کانونو د تړونونو مسئله څنګه ده، ولې له هېواده بهر دا تړونونه وشول، په دې اړه د کانونو وزارت ځانګړی ځوابونه لری او باید قانع کوونکی هم وی، خو د افغانستان کانونه او مدنی مواد یا تر مځکې لاندې زېرمې او یا هم قیمتی ډبرې، د افغانانو لپاره که ستره پانګه هم ده، خو لوى سرخوږى یې هم ورته جوړ کړى دى. د نړۍ ستر قدرتونه د دغو زېرمو د تر لاسه کولو لپاره له یو اوبل سره جنګېږی او د یو اوبل ګرېوانونو ته یې لاسونه اچولی دی. د طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو د تمویل لپاره هم پر دې زېرمو جګړه روانه ده او دا ډلې هم پر دغو کانونو د کنټرول ساتلو لپاره جګړه کوی،خو په اصل کې روسیه نه غواړی، چې دا زېرمې دې د هغوى له ګټې پرته و ایستل شی، روسیې د دې لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړې دی، په شمال کې ناامنی هم له همدې امله ده، خو اوسنی تړونونه د افغانانو لپاره ستر حیاتی ارزښت لری، دا غوره ده، چې د شمال د سرو زرو او میسو دوه کانونه انګلیسی کمپنیو ته ورکړل شوی ،چې را ویې سپړی، ښایی د امریکا ونډه هم په کې وی، خو دا قانونی ارزښت لری، امریکا او انګلیس په خپل زور سره د دغو کانونو د را ایستلو لپاره هڅې کوی او دا د شمال د امنیت او ثبات لامل ګرځی، یعنې په شمال کې د انګریزانو او یا امریکایانو پانګونې د سیمې امنیت او ثبات تضمینوی. دا دواړه هېوادونه د سیمې د امنیت او ثبات د خرابولو لپاره د روسیې د لاسوهنو مخنیوى کولى شی. افغانان هم دا غواړی.په همداسې حال کې وړمه ورځ  له یوې هندۍ کمپنۍ سره په کندوز ولایت کې د خان اباد دویم بند د جوړولو تړون لاسلیک شو. د دغه بند جوړولو تړون د شنبې په ورځ د انرژۍ او اوبو سرپرست محمد ګل خولمی او د لینکو انفراټیک شرکت د استازی احمد فرزاد ترمنځ د ولسمشرۍ په دلکشا ماڼۍ کې لاسلیک شو. دا بند په خان اباد ولسوالۍ کې جوړېږی او د برېښنا او اوبو لپاره به کارېږی. د بند جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالر دى او په درېـیو کلونو کې به جوړ شی.  دا بند به ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا تولیدوی او ۴۷ زره هکتاره کرنیزه مځکه به خړوبوی. دا مځکه ډېره حاصل خېزه ده، چې د افغانستان کرنیز حاصلات به ورسره ډېر شی. دغه راز د دغه بند په جوړېدلو سره ،په کندوز ښار کې ۱۸ زره کورنیو ته برېښنا رسېږی. خان اباد سېند په هره ثانیه کې ۲۳ متر مکعب اوبه لری او دا پر دغه سېند دویم بند دی. دا بند به د برېښنا تولیدولو لپاره درې توربینونه ولری. دا په شمال کې ډېرې سترې پروژې دی، چې انګلیسی او هندی کمپنۍ پرې پانګونې کوی، لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، دا سترې سترې پانګونې د افغانستان پر امنیت، ثبات او اقتصادی ودې سترې اغېزې شیندی، چې د ولس په ژوندانه کې به مثبت بدلونونه را ولی، په څنګ یې د ټاپی، کاسا زر او د اورګاډیو د لیکو پروژې هم تر لاس لاندې دی ، چې د افغانانو لپاره ډېرې مهمې تاریخی پېښې دی، په دې اړه هر راز اعتراضونه او نیوکې د منلو نه دی او دا نیوکګر ښایی د روسیې په لمسون را پورته شوی وی.

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید