روزنامه هیواد

په شمالی وزیرستان کې د پاکستانی ملېشو ګرځبندیز خلک له لوږې سره مخ کړی

پر ټوېټر پښتنو فعالانو غږ پورته کړى چې په شمالی وزیرستان کې له نهو ورځو راهیسې د پاکستانی ملېشو له خوا وضع شوی ګرځبندیز ځایی خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د پاکستان پوځ  په شمالی وزیرستان کې د سرتېریو پر موټرو له پرله پسې بریدونو او د خړ کمر په سیمه کې د پښتون ژغورنې دغورځنگ  پر مهمو کسانو د برید له کبله راپاریدلیو پښتنو ته اعلام وکړ چې تر یوې میاشتې پورې د پاکستان د قانون ۱۴۴ دفعې له مخې په وزیرستان کې نور له درېـیو یا څلورو زیات کسان یو ځاى نه شی راټولېداى، نه هم خلکو ته اجازه شته چې له کوره ووځی او جلسو یا پرلت کې برخه واخلی.اوس پښتنې فعالې ثنا اعجاز ټوېټ کړى چې د شمالی وزیرستان خلک د دغه بندیز له امله د خوړو له قحطۍ او د ورځنیو چارو پر مخ وړلو کې له سختو ستونزو سره مخ دی.فضل خان ایډوکیټ بیا خلک د پوځ د ظلم پر خلاف غږ پورته کولو ته رابللی او ویلی یې ،چې خلک ناروغان ډاکټر ته نه شی رسولى نه هم خوړو ته لاسرسى لری.د فضل خان په خبره پوځ باید مجبور کړل شی چې دا بندیز ایسته کړی.کمال خان پشتین بیا ګواښ کړى چې که تر سبا پورې پوځ بندیز ختم نه کړی، پښتانه فعالان به یې پر ضد بنو ضلع کې پرلت وکړی.خان پشتین بیا ویلی، د پاکستان پوځ غواړی د خړ کمر خلک یې مخته په سلګو سلګری مړه شی، ځانته بشردوست ویونکی بنسټونه دې د روان ظلم پرخلاف غږ پورته کړی.د انصاف غږونه له شمالی وزیرستانه داسې مهال پورته کېږی چې پوځ د شمالی وزیرستان پارلمانی استازى محسن داوړ زندانی کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید