روزنامه هیواد

په سیمه ییز یوځایوالی کې د افغانستان رول

محمد داوود نیازی

درېیمه برخه

د افغانستان او مرکزی اسیا ترمنځ ټرانزیټی اړیکې :

تاجکستان، ازبکستان اوترکمنستان د افغانستان گاونډی هېوادونه دی چې نږدې۵۰۰ کیلو متره اوږده پوله ورسره لری. د شوروی اتحاد د حاکمیت په وخت کې چې دغه هېوادونه یې هم برخه گڼل کېده، سیاسی او سوداګریزې اړیکې د مسکو له لوری تامین کېدلې. په ۱۹۵۰-۱۹۷۰میلادی کلونو کې افغانستان د یوې پخې حلقوی لارې څښتن شو چې هېواد یې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پاکستان سره ، د هرات له لارې ترکمنستان او ایران سره او په بلخ کې د حیراتان بندر او په کندوز کې د شیرخان بندر له لارې له پخوانی شوروی اتحاد سره وتړی. د کابل -کندهار لویه لاره د امریکا متحده ایالاتو په مرسته، د سالنګ مشهوره لویه لاره د پخوانی شوروی اتحاد په مالی او تخنیکی مرسته جوړې شوې دی.روسیې د ننګرهار ـ کابل اوکندهارـ تورغونډۍ لویو لارو په جوړولو کې هم اساسی رول درلود.افغانستان یو غرنى او په وچه پورې تړلې هېواد دى چې له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د ګاونډیو هېوادونو همکارۍ ته سخته اړتیا لری.

له ۱۹۲۰میلادی کاله مخکې د هېواد سوداګرو خپل سوداګریز توکی د ننګرهار له لارې پېښور ته او له هغه ځایه کراچۍ ته لېږدول او د بېړۍ په وسیله یې نورو هېوادونو ته صادرول. په ۱۹۲۰میلادی کال کې د برېتانیې د همکارۍ نه کولو په دلیل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخوانی شوروی اتحاد خوا ته بدل کړی. په هغه وخت کې افغانستان په دې بریالۍ شو چې د سوداګرۍ تړون له روسیې سره لاسلیک کړی چې د هغې له مخې دا هېواد کولای شی خپل سوداګریز توکی پرته له ګمرکی محصوله د شوروی اتحاد د جمهوریتونو له لارې بهرنۍ نړۍ ته ولېږدوی. په پایله کې د افغانستان ترانزیټی لارو د هرات په شمال کې د تور غونډۍ ،بندر، حیراتان په بلخ کې او شیرخان بندر په کندوز کې پراختیا پیدا کړه او زیات افغانی سوداګریز توکی د دغو پولو له لارې او د شوروی اتحاد په اورګاډو کې اروپا ته رسېدل. د شوروی اتحاد له ړنګېدو وروسته او د ګډ ګټو ازادو هېوادونو اتحاد له رامنځ ته کېدو سره دغه سوداګریزې اړیکې له زیاتو ستونزو سره مخ شوې. دغه ستونزې وروسته له دې چې طالبانو د هېواد شمال سیمې تر کنټرول لاندې راوستلې لا ډېرې جدی شوې، لکه څنګه مې چې وړاندې یادونه وکړه افغانستان تل د حکومتونو یا د لویو ځواکونو په خوښه خپلې لارې بدلې کړی دی. اوس د پاکستان د نه همکارۍ له امله افغان حکومت اقتصادی اړیکې له منځنۍ اسیا سره ډېرې غزولی دی، د ریل لارې ،نوی بندرونو جوړېدل او د ټرانزیټ په برخه کې نوې هوکړې لاسلیک کړی دی. په همدې ډول د مرکزی اسیا څخه سویلی اسیا ته د انرژۍ د لېږد په برخه کې هم له دوی سره زموږ اقتصادی اړیکې ډېرې شوی دی د دې تر څنک افغانستان ترې زرګونه میکا واټه برېښنا هم وارد کړې ده.

د افغانستان او چین ټرانیزیټی اړیکې

د ورېښمو لویه لاره چې پېړۍ پېړۍ یې د اسیا او اروپا ترمنځ د کلتوری پله بڼه لرله چې د دواړو لویو وچو دودونه او خویونه یې یو بل ته لېږدول.دا لاره د سوداګرۍ په برخه کې ډېره مهمه لاره وه. دا لاره له هنده راتلله، د جلال آباد پر لاره په وریښمین تنګی تېریده چې دا نوم یې هم له همدې امله دی، کابل ته رارسېدله او بیا له کابله بلخ ته تلله، له بلخ نه یې یو شاخ د چین پر لور و او بل شاښ یې د هرات پر لور غځېده او آخوا به تلله اسیا یې له اروپا سره نښلوله، نو د افغانستان اړیکې له چین سره په اقتصادی لحاظ ډېرې پخوانۍ وې خو د ورېښمو له پخوانۍ لارې د سوداګرۍ درېدل افغانستان له چین سره مخامخ اړیکې یو څه پڅې شوې وې،چې چین د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او د افغانستان ګاونډی هم دی،نو له اقتصادی پلوه  د افغانستان لپاره ډېر مهم دی،په همدې موخه افغانستان غواړی په واخان کې یو دهلېز د واخان په نامه پرانیزی په همدې ډول د چین له خوا د هېواد شمالی حیرتان بندر ته د ریللاره له افغانستان سره ونښلول شی له بله اړخه د یو سړک یو کمربند له لارې چې په سویلی اسیا کې یو دهلېز دی د لوی افغانستان لپاره ډېر اړین دى له چین سره موږ د ټرانزیټ په برخه کې ستونزه نه لرو.

د افغانستان او هندوستان ټرانیزیټی اړیکې :

له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ سیاسی، کلتوری او اقتصادی اړیکې وې، کله چې د هند خاوره د اوسنی پاکستان په ګډون د انګرېزانو ترلاس او استعمارلاندې وه، هغه هېواد او خلک، چې افغانستان ورسره په هماغه وخت کې د نورو په پرتله زیاتې اړیکې لرلې، هغه د برېتانوی هند دولت او د هند وګړی وو، خو کله چې هند له انګرېزی ښکېلاکه د ۱۹۴۷م کال په اګېست میاشت کې خپلواکی واخیسته، افغانستان د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې و، چې د هند خپلواک دولت یې په رسمیت وپېژانده.تر دې وروسته، د افغانستان او هند ترمنځ اړیکو یو نوی رنګ خپل کړ. د پخوا په پرتله د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې لا سره نږدې او پراخې شوې. دغو اړیکو هله نوی رنګ واخیست، کله چې په ۱۹۷۸م کال کې شوروی پلوی رژیم په افغانستان کې واک ته ورسېد. په دې دوره کې د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې تر هر بل وخت زیاتې او پراخې شوې او دې اړیکو، تر ۱۹۹۲م کال پورې دوام وکړ. کله چې په ۱۹۹۲م کال کې د مجاهدینو تر مشرۍ لاندې اسلامی دولت په افغانستان کې واک ته ورسېد، هند په افغانستان کې د مجاهدینو دولت په رسمیت وپېژانده، خو د جګړو او وژنو له امله د هند سفارت څو ځله په کابل کې وتړل شو.کله چې په ۱۹۹۶م کال کې په کابل کې طالبان واک ته ورسېدل، په دغه پړاو کې په لومړی ځل له افغانستان سره د هند اړیکې پرې شوې. د هند سفارت د طالبانو په ټوله دوره کې په کابل کې تړلی و او د دواړو دولتونو ترمنځ د کوم ډول سیاسی او اقتصادی اړیکو څرک نه تر سترګو کېده، خو کله چې په افغانستان کې  په ۲۰۰۱ م کال کې د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې لنډ مهاله اداره جوړه شوه، نو هند له افغان دولت څخه خپل سیاسی او اقتصادی ملاتړ اعلام کړ، چې تر ننه پورې دا لړۍ دوام لری. د افغانستان د لنډ مهالې ادارې په راتګ سره د نورو کلیدی مرستندویه هېوادونو له ډلې یو هم هند و، چې د افغانستان بیا رغونې ته یې خپل تیاری وښود او تر ننه پورې یې له افغانستان سره اعلام کړې مرسته تر دوو میلیارده ډالرو پورې ورسولې. د دې مرستو زیاته اندازه د ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلی بورسونو، سړکونو په برخه کې ولګېده. له افغانستان سره د هند  د اقتصادی مرستو له جملې څخه یوه هم داده چې هند پر یو شمېر افغانی صادراتو مالیه معاف کړې ده. د هند د مالیې وزارت ویلی، ډیلی دا ځانګړې پریکړه د ځینو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره کړې، چې وکولی شی هند ته خپل توکی صادر کړی. هند ته پر صادرېدونکو سوداګریزو توکو د مالیې معافولو طرحه په ۲۰۰۸ م کال کې د هند لومړی وزیر منموهن سنګ جوړه کړې وه. د دې طرحې له مخې ځینې لږ پرمختللی هېوادونه، چې هند ته سوداګریز توکی صادروی، د مالیې له ورکولو څخه معاف بلل شوی دی. په ۲۰۱۱م کال کې هند ته د افغانستان د صاداراتو کچه په کال کې شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، په داسې حال کې، چې له هنده افغانستان ته د واردېدونکو توکو بیه، د یادې شمېرې درې یا څلور ځله زیاته ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید