روزنامه هیواد

په سیمه کې هند د افغانستان تلپاتې ویـاړلی او باوری دوست دی

له هند سره افغانان پر تلپاتې، باوری او مخلصانه دوستۍ ویاړی، همدا هند یوازنۍ سیمه ییز هېواد دی، چې په اوسنیو مهمو وختونو کې یې د افغانستان دوستۍ ته لومړیتوب ورکړی او له همدې امله یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاریو د لا غوړېدا او پراختیا لپاره سټراټیژیک تړون لاسلیک کړی دی، د دې دوستۍ د لا غوړېدا او تلپاتې دوام په هیله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د هند له لومړی وزیر نریندرا مودی سره د ((چهارشنبې)) په ورځ په نوی ډیلی کې د افغانستان هند د ستراتیژیک مشارکت تړون په اړه خبرې وکړې. ولسمشر غنی د هند له مرستو او مخلصانه همکاریو له امله له هندی چارواکو مننه وکړه او د هغوی بې سارې ولسواکی یې وستایله. دواړو مشرانو د افغانستان او هند د اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا، له ترورېزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادی او ټرانزیټی همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. دواړو خواوو دغه راز د سیمه ییز اتصال، د افغانستان هند د هوایی دهلېز د انکشاف، د لوړو، حرفوی او پر لیکه (انلاین) زده کړو او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړ. د هند صدراعظم وویل، هېواد یې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه د ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټی سیستم، ۳۵۰ښاری ملی بسونو د ترمیم او د ۱۰۰۰ نویو ملی بسونو د ورکړې، د غذایی توکو د پروسس او په نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول مالی او تخنیکی همکاریو د دوام اعلام وکړ او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنیکی ټیمونه دې ژر تر ژره د عملی کار د پیلولو زمینه برابره کړی. هند او افغانستان دواړه د خپل ګاونډ له یوې زاویې د ترهګرۍ له شره په کرار نه دی، دواړو هېوادونو د دې ترهګرۍ د ځپلو او ملاتړو د رسوا کولو  او پرې د نړیوال فشار د زیاتولو لپاره په نړیواله کچه ګډ غږ پورته کړی او د یو او بل له مځکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره یې ګډه همکاری غوره بللې، چې ګټه یې سیمې او نړۍ ته هم رسېږی، سوداګری او ګډه اقتصادی  پرمختیا د دواړو هېوادونو نورې اړیکې جوړوی، هند اوس د دې جوګه شوی، چې بازارونو ته یې د افغانستان توکی ورسېږی، په تېره بیا مېوه او لاسی صنایع، له همدې امله ولسمشر غنی او لومړی وزیر مودی هوکړه وکړه، چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایی کورېډور د انکشاف لپاره دې د الوتنو شمېر ډېر او همدارنګه دې د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شی.د چابهار بندر د مځکې هغه یوازنۍ لاره ده، چې د افغانستان او هند سوداګری پرې کېږی، افغانستان د چابهار له لارې هند او له هغه ځایه د سیمې او نړۍ نورو بازارونو ته پرې خپل سوداګریز مالونه وړی او دغه راز هند د همدغه چابهار بندر پر مټ تر قفقازه پورې د سوداګرۍ لار ایستلی شی، نو دغه بندر د ایران په ګډون د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هم مهم ګام او ستر تاریخی اتصال دی، له ولسمشر غنی سره موافقه وشوه چې د چاه بهار بندر له لارې به په خپل منځ کې ارتباطات نور هم پراخ شی. سربېره پر دې هند د افغانستان د هغه دریځ ملاتړ کوی، چې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادی همکارۍ پر څلور لارې بدل شی. دا د افغانستان لپاره ستر اهمیت لری او پر خپل دغه ملګری ویاړی. یوازې هند دی، چې افغانستان ته یې په اقتصادی، پرمختیایی، د بشری منابعو د روزنې او نورو برخو کې د همکاریو لاس ورکړی دی، دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دا ملګرتیا نه شی زغملی، خو مخنیوی یې هم نه شی کولی، ځکه د هند ملګرتیا یې مخلصانه او تلپاتې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید