روزنامه هیواد

(( په سیمه کې دې د ترورېزم د خطرونو په اړه باید واضح تعریف رامنځته شی ))

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د چهارشنبې په سهار د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت، د سولې پروسې او له ایران او د سیمې هېوادونو سره د همکاریو د شته فرصتونو په اړه خبرې او د هغو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان له افغانستان سره د ایران د همکاریو د پیاوړتیا او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ.جمهوررییس غنی محمد ابراهیم طاهریان ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان، ایران اوسیمې هېوادونو لپاره د اقتصادی برنامو لپاره قوی اجماع لرلو ته په اشارې وویل: دغه اجماع باید زموږ په کاری دستور کې قرار ولری.جمهوررییس وویل: افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی او له شک پرته زموږ هېواد سولې ته ژمنتیا لری، تاوتریخوالی او ترورېزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره خطر دی . له ترورېزم او د نېشه یی توکو قاچاق سره د مبارزې پیاوړې اجماع باید رامنځته کړو.د هېواد جمهوررییس په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته په اشارې وویل: ترهګرو ته باید د یوې او دوو ډلو په سترګه ونه کتل شی، دا یو تروریستی نظام  او د القاعده، داعش او نورو لسګونو ګروپونو مجموعه ده ،چې د افغانانو او د سیمې هېوادونو ګټې ګواښی. ده زیاته کړه: په سیمه کې د ترورېزم د خطرونو په اړه باید واضح تعریف رامنځته شی، ځکه دغه شبکې ټولې همفکره دی او هڅه کوی په سیمه کې ځانته خوندی ځایونه پیدا کړی.جمهوررییس محمد اشرف غنی د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو یادونه وکړه، چې په لوړ ظرفیت د خپلو خلکو دفاع کوی او د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره قربانی ورکوی. د سیمې هېوادونه دې هم د افغانستان په څېر په اخلاص او پیاوړې اراده له ترورېزم او د نېشه یی توکو جرمی شبکو سره مبارزه وکړی.جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان په اقتصادی، سوداګریزو او ترانزیټی فرصتونو خبرې وکړې او وې ویل: افغانستان د مرکزی آسیا او د سیمې د اتصال تګلارې عملی کولو وړتیا لری او له دې فرصتونو څخه باید استفاده وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید